د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: مونږ د جګړې په ډګر کې رښتینی پرمختګ وینو


د افغانستان جمهوري ریاست وايي د امریکا د جمهور رئیس مرستیال پرون ماښام په ارګ کې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره کتلي دي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي د امریکا د جمهور رئیس مرستیال پرون ماښام په ارګ کې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره کتلي دي

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته افغانستان ته په یو نه اعلان شوي سفر د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ تللی و، د هماغې ورځې په ماښام یې په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، پر جمهور رئیس غني سربېره د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ ټولو غړو په کې حضور درلود.

جمهور رئیس غني د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د تروریزم ضد ګډې مبارزې په برخه کې د امریکایي د سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه او د افغانستان حکومت او خلکو سره یې د دغه هیواد د دوامداره مرستې او همکاریو مننه وکړه.

د ارګ د اعلامیې له مخې دواړو لورو ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور د انکشاف او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په برخو کې له لاسته راوړنو ډک کال وارزاوه او پر وخت یې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو ټينګار وکړ.

جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل "د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګډو او ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا زیاتې پیاوړې کېږي".

جمهور رئیس غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم فرصت وباله او د هغې پر تطبیق یې ټینګار وکړ.

همدارنګه جمهور رئیس غني په دې کتنه کې له فساد سره د مبارزې، هر اړخیزو اصلاحاتو راوړلو او سیمه ییزو همکاریو په برخو کې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه وې ویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات او انکشاف لپاره مهم دی.

د ارګ اعلامیه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال په دې غونډه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وو او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې ادامه او پراختیا ومومي.

په جګړه کې پرمختګ

د دې کتنې وروسته ښاغلي پنس، هغو خبریالانو ته چې په دې سفر کې ورسره ملګري دي وویل "مونږ په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې رښتینی پرمختګ وینو".

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال وویل، چې جمهور رئیس غني ورته ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې د نورو تیرو کلونو پرتله د طالبانو زیات مشران وژل شوي دي.

ښاغلي پنس وویل "له افغانستان څخه په ګړندي ډول د ځواکونو د وتلو شپږ کاله وروسته د طالبانو، القاعدې او حقاني شبکو کې زمونږ دښمنانان یوازې دې ته په تمه وو او په پلان بوخت وو، چې مونږ ووځو".

هغه وویل، چې د افغان حکومت مشران ( جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبداله) د طالبانو په چلند کې د ځمکې او اسمان په کچه بدلون ویني او طالبان اوس د خپل راتلوونکي په اړه فکر کوي.

ښاغلي پنس وویل، هیله یې داده چې جګړه د دښمن مرکزونو ته وغځوي ترڅو هغوی ستړي او له جګړې لاس واخلي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال همداشان وویل، چې افغان چارواکو سره یې د پارلماني او د جمهوري ریاست پر ټاکنو هم خبرې کړي دي.

ښاغلي پنس وویل "مونږ په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني ټاکنو څخه خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کړه، جمهور رئیس غني راته وویل، چې د ټاکنو کمیسیون په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني ټاکنو او په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د چوکاټ په جوړولو او په پلان کارکوي".

د افغان مشرانو سره له کتنې دمخه په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتیرو ته په وینا کې ښاغلي پنس د اسلام آباد په سیاستونو باندې سخته نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان له اوږدېد مودې راهیسې طالبانو او نورو ترهگرو ډلو ته امن پناه ځایونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې اوس د پاکستان له خوا طالبانو ته د پناه ورکولو وخت پای ته رسیدلی. ښاغلي پنس وویل اسلام آباد د امریکا سره په متحد کیدو ډیر گټه کوي خو "جنایت کارو او ترهگرو " ته په پناه ورکولو سره به زیات تاوان وویني.

XS
SM
MD
LG