د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام لپاره د امریکا د ویزې ځانګړی پروګرام

US Visa
US Visa

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د ټکټ لرونکو مینه‌والو لپاره یې د “FIFA PASS” په نوم ځانګړی سیستم فعال کړی، څو د امریکا د ویزې د مرکې لپاره لومړیتوب ترلاسه کړي.

د “FIFA Priority Appointment Scheduling System” یا FIFA PASS هغه پروګرام دی چې د نړیوال جام د رسمي ټکټ لرونکو لپاره د ویزې د مرکې وخت اخیستل اسانه کوي. د امریکا حکومت وایي، هدف دا دی چې د نړیوال جام د سیالیو له پیل مخکې د زرګونو بهرنیو مینه‌والو د سفر اسانتیاوې برابرې شي.

د دې پروګرام له مخې، هغه کسان چې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام رسمي ټکټونه مستقیماً له فیفا څخه اخلي او د FIFA PASS پروګرام کې نوم لیکنه کوي، کولای شي د ویزې مرکې ته چټک لاسرسی ترلاسه کړي.

غوښتونکي باید لومړی د فیفا په ویب سایټ کې خپل حساب پرانیزي او د FIFA PASS ځانګړې فورمه ډکه کړي. وروسته باید د امریکا د B1/B2 ویزې غوښتنلیک بشپړ کړي، د DS-160 فورمه ډکه کړي، خپل اوسنی عکس اپلوډ کړي او د ویزې فیس ورکړي.

کله چې غوښتونکی د مرکې وخت ټاکي، که ترې وپوښتل شي چې آیا د فیفا د ټکټ لرونکی دی که نه، باید “هو” ځواب ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، که د FIFA PASS معلومات او د ویزې د غوښتنلیک معلومات یو له بل سره سمون ولري، نو غوښتونکي ته به د مرکې ځانګړی وخت ورکړل شي.

خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې دا پروګرام یوازې د مرکې وخت ته لومړیتوب ورکوي او د ویزې د تایید ضمانت نه کوي. د نورو ټولو غوښتونکو په څېر، د نړیوال جام مینه‌وال به هم د امنیتي او قانوني ارزونو له بشپړ بهیر څخه تېرېږي او باید ثابته کړي چې د امریکا د ویزې شرایط پوره کوي.

د امریکا حکومت وایي، هڅه کوي د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د مشروع سفر اسانتیاوې برابرې کړي، خو په ورته وخت کې به د ملي امنیت اصول هم په جدي ډول مراعت شي.

ټاکل شوې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره شي، او تمه ده چې میلیونونه مینه‌وال به د دغو سیالیو د لیدو لپاره شمالي امریکا ته سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG