د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټاکنو کې د پوستې له لارې د رایې ورکولو څرنګوالی

په متحدو ایالتونو کې د رایې ورکولو بڼه په بدلېدو ده او که څه هم ډېری خلک تراوسه خپلې رایې د رایې ورکولو په محلي مرکزونو کې کاروي، خو د پوست له لارې رایه ورکول ورځ تر بلې زیاتېږي.

په دودیزه توګه، امریکایان د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي، خو اوس ډېری ایالتونه د پوست له لارې رایې ورکولو یا په غیابي توګه رایې ورکولو ته هم اجازه ورکوي. په دې طریقه رایه ورکوونکي کولی شي خپله د رایې پاڼه د پوست له لارې ترلاسه کړي او بیا یې د پوست له لارې بېرته واستوي یا یې د رایې ورکولو ځانګړي مرکز ته وسپاري.

په امریکا کې ګڼ ایالتونه هر ثبت شوي رایه ورکوونکي ته د ټاکنو لپاره د رایې پاڼه لېږي، یا یې د رایه ورکوونکي په غوښتنه او یا هم په اتومات ډول استوي. رایه ورکوونکي هڅول کېږي چې خپلې پاڼې د پوست له لارې بېرته واستوي یا یې په ځانګړو ټاکل شویو ځایونو کې وسپاري.

د ایالتي مقننه جرګو د ملي کنفرانس د معلوماتو له مخې، د پایتخت واشنګټن ډي سي برسېره اته ایالتونه اجازه ورکوي چې ټاکنې په عمده توګه د پوست له لارې ترسره شي. په دې کې کالیفورنیا، کولوراډو، هاوایي، نیواډا، اورېګون، یوتا، ورمونټ او واشنګټن شامل دي. خو د هغو کسانو لپاره هم اسانتیاوې موجودې دي چې غواړي په حضوري ډول رایه ورکړي.

په نورو ایالتونو کې هم داسې ترتیبات شته چې رایه ورکوونکي وکولی شي له غیابي یا پوستي رایې ورکولو څخه ګټه واخلي. هر ایالت د دې ډول رایې ورکولو لپاره خپل ځانګړي قوانین او مهالویش لري.

پوځي پرسونل، هغه امریکایان چې د رسمي دندو لپاره له هېواد څخه بهر کار کوي، او ناروغان له اوږدې مودې راهیسې د غیابي رایې ورکولو له دې اسانتیا څخه استفاده کوي.

د کویډ-۱۹ وبا پر مهال، ډېرو ایالتونو د پوستې له لارې د رایې ورکولو بهیر پراختیا کړ، څو د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی وشي.

په وروستیو کلونو کې، د پوست له لارې رایه ورکول د بحث او لانجې موضوع ګرځېدلې ده. ملاتړي یې وایي چې دا طریقه د رایې ورکوونکو لپاره اسانتیا برابروي او د خلکو د ګډون کچه لوړوي. خو منتقدین د امنیتي اندېښنو په یادولو سره باور لري چې دا طریقه د درغلۍ او د یوه ځانګړي سیاسي ګوند په ګټه د رایو د اغېزمنېدو زمینه برابروي، که څه هم څېړنو په دوامداره توګه ښودلې چې د پوستې له لارې د رایې ورکولو په بهیر کې د درغلۍ احتمال خورا کم او نادر دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG