د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس ناببره عراق ته ولاړ


مایک پنس او د کردستان د سیمې رئیس نچیروان بارزاني
مایک پنس او د کردستان د سیمې رئیس نچیروان بارزاني

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، په یو غیر منتظره سفر چې جزییات یې د امنیتي دلیلونو په وجه ندي اعلان شوي، عراق ته تللی دی.

ښاغلي پنس ددې سفر په ترڅ کې د عراق د کردستان د سیمې د رئیس نچیروان بارزاني سره لیدلي دي او همداشان د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي سره یې په تیلیفون خبرې کړې دي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال خبریالانو ته وویل چې د عراق د صدراعظم سره په خبرو کې یې "د عراق د وروستیو نا ارامیو" په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي پنس وویل: " د عراق صدراعظم ډاډ راکړ چې د هغه ډول تاوتریخوالي او ځپلو نه به ډډه وکړي چې همدا اوس په ایران کې روان دي".

په عراق کې د اکتوبر د میاشتې له لومړیو څخه د مظاهرو د پیل راهیسې په سلگونو تنه اعتراض کوونکي وژل شوي دي. اعتراض کوونکي په عراق کې په فساد او کمزورو حکومتي خدماتو انتقاد کوي، د انتخاباتو د قانون اصلاح او د نوي حکومت جوړیدل غواړي.

سره له دې چې د عراق صدراعظم د لازمو اصلاحاتو ژمنه کړې، خو ویلي یې دي چې د اعتراضونو په نتیجه کې به له کاره گوښه نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات تیار دي هر هغه عراقي مقام چې په فساد کې ښکیل وي او همداشان هغه کسان چې د وروستیو مظاهرو د تلفاتو مسؤل وي پرې بندیزونه ولگوي.

دا د سوریې نه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ له تصمیم وروسته عراق ته د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG