د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هېکسیټ، وایي چې د امریکایي متشبث ایلان ماسک د شرکت له لوري د مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی چټ باټ ګروک به د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا سره په ګډه د پنټاګون په شبکې کې وکارول شي او د امریکایي "جنګیالیو" سره د مرستي لپاره وکارول شي.
پیټ هېکسیټ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۲) د تکزاس ایالت په جنوب کې د ایلان ماسک په فضایي شرکت، سپېس اېکس، کې وکړې او زیاته یې کړه چې ګروک به د جنګ وزارت د معلوماتو د پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ سره د یوځای کولو د یوې لویې هڅې برخه وي.
هېکسیټ وویل: "ډېر ژر به موږ د خپل وزارت په هر غیر محرمې او محرمې شبکې کې د نړۍ د وتلې مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه ولرو."
د جنګ وزیر وویل چې په همدې میاشت کې به ګروک په سیستم کې ونښلول شي. هغه وویل چې دا به د متحدو ایالتونو د پوځ له معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) سیسټمونو څخه "ټول مناسب معلومات" د "مصنوعي ځیرکتیا د کارونې" لپاره چمتو کړي، او همدارنګه به د استخباراتي ډیټابیسونو معلومات د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونو ته ورکړي.
هېکسیټ په پوځ کې د ټکنالوژیکي نوښتونو د ګړندي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل: "موږ اړتیا لرو چې نوښت له هر ځای څخه راشي او په چټکۍ او هدف سره وده وکړي."
د هېګسيټ په وینا، پنټاګون "د دوو لسیزو پوځي او استخباراتي عملیاتو څخه په جګړه کې ازمویل شوي عملیاتي معلومات" لري. هغه وویل: "مصنوعي ځیرکتیا یوازې هغومره ښه ده لکه څومره چې معلومات ترلاسه کوي، او موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې [معلومات] شتون ولري.
ایلان ماسک د ګروک په جوړولو او وړاندې کولو سره د هغه څه لپاره بديل وړاندې کړي چې هغه يې د ګوګل جيمني يا د اوپن اې ای چټ جي پي ټي په څېر د سيال چټ باټونو "ووک اې ای" بولي.
فورم \ دبحث خونه