د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: هر هیواد چې د ایران نه تیل واخلي پرې بندیزونه لگوو


د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک وایي د ایران د تیلو په اړه هیڅ استثنا نشته
د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک وایي د ایران د تیلو په اړه هیڅ استثنا نشته

د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک خبرداری ورکړی هر هغه هیواد چې د ایران نه خام تیل واخلي امریکا پرې بندیزونه لګوي.

ښاغلي هوک چې په لندن کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې پدې برخه کې هیڅ استثنا نشته.

هغه دغه څرگندونې په اسیا کې د ایران د خامو تیلو د خرڅولو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه زیاته کړه چې امریکا د چین له لورې د ایران د تیلو د اخیستلو په اړه رپوټونه ارزوي.

ښاغلي هوک زیاته کړه: "مونږ د ایران د تیلو هر ډول واردات تحریموو. اوسمهال هیڅ ډول استثنا نشته. مونږ د ایران د تیلو هر ډول غیر قانوني اخیستنه باندې بندیز ولگوو."

د امریکا د بندیزونو سره سره ایران خپل زیاته اندازه خپل پتروسیمي تولیدات له بازار نه په ارزانه بیه په برازیل، چین او هند په گډون په یو شمیر هیوادونو خرڅوي.

د ایران د تیلو د اخیستلو په هکله د ښاغلي هوک خبرداری پر ایران باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو د سختیدو وروسته مطرح شوی دی.

د ښاغلي ټرمپ حکومت پدې وروستیو کې په ځانگړې توگه د ایرن د سپاه پاسداران له لورې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو وروسته اعلان کړی دی چې پر ایران باندې فشارونو ته به زور ورکړي.

XS
SM
MD
LG