د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خلیج د تشنج د حل لپاره ایران خبرو ته هڅولی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د هغه نه وروسته چې د ایران یو لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړ په خلیج کې شخړه به د امریکایي عسکرو ژوند په خطر کې واچوی، ویلي دي چې هغه د ایران سره جنگ نه غواړي

د امریکا او د ایران ترمنځ اړیکې د ولسمشر ټرمپ د اعلان نه وروسته لا هم خرابې دي. ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان کړی و چې هغه خپلو عسکرو ته امر کړیدی چې په ایران د غچ اخیستلو لپاره برید نه کوي.

ټرمپ د این بي سي ټلویژن سره په مرکې وویل چې زه نه غواړم چې جنگ وشي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپېو هم خبریالانو ته ویلي دي چې امریکا د ایران سره د خبرو د لارې د مسلې حل غواړي.

هغه وویل: "مونږه پرته د شرایطو د خبرو لپاره تیار یو. دوي ښه پوهه دي چې مونږ به چیرته لټوي. زه باوري یم چې کله هم دوي زمونږ سره خبرې کول وغواړي نو مونږ به خبرو ته حاضر شو."

پمپیو دا هم وویل چې په ایران به د دوشنبې په ورځ د لویو بندیزونو اعلان وکړي چې د هغوي په سیمې کې د فعالیتونو منابع ختمې شي.

XS
SM
MD
LG