د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د قطر او متحده عربي اماراتو د دپلوماتیکي اړیکو د بیا پيل کیدو هرکلی کړی


په ابوظبي کې د قطر سفارت ودانۍ.
په ابوظبي کې د قطر سفارت ودانۍ.

متحده عربي اماراتو او قطر د څو کالونو اختلافاتو او دپلوماتیکي اړیکو پریکون وروسته دوشنبه جون ۱۹ (غبرګولي۲۹) د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو اعلان وکړ.

د خلیج دې دواړو هیوادونو په اعلامیو کې ویلي چې په ابو ظبي کې د قطر سفارت او په دوبۍ کې ددې هیواد قنسلګري پرانیستل شوي او فعالیت یې پیل کړی. په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د قطر په پایتخت دوحې کې د متحده عربي اماراتو سفارت هم بیرته پرانیستل شوی.

په اعلامیو کې دا ندي ویل شوي آیا سفیران هم معرفي شوي که نه او دا یې هم ندي ویلي چې آیا دا سفارتونه او سیاسي استازولۍ د عامو خلکو لپاره پرانیستې دي او که نه.

د قطر په اعلامیې کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په ټیلیفون کې خبرې کړي او یو بل ته یې د سیاسي استازولیو بیرته پرانیستل کیدو مبارکي ورکړې.

متحد عربي اماراتو، بحرین، مصر او سعودي عربستان په ۲۰۱۷ کال کې په منځني ختیځ کې د اسلامي ډلو سره د ملاتړ له کبله د قطر سره مقاطعه اعلان کړ او د دې هیواد سره یې خپلې پولې وتړلې.

دا ډلې چې په ۲۰۱۱ کال کې د عربو پاڅون څخه وروسته یې ډیر شهرت تر لاسه کړ د فارس خلیج نور هیوادونه یې ترهګر بولي. په دوي کې اخوان المسلمین هم شامل دی چې آزاد او عادلانه انتخابات یې په مصر کې وګټل خو تر یو کال وروسته یې جمهور رئیس په پوځي کودتا کې بې واکه او وروسته زندان ته واچول شو.

خو بل پلو بیا قطر چې د متحده ایالاتو یو نږدې ملګری دی په پرله پسې توګه یې د ترهګرو ډلو ملاتړ کول رد کړیدي. قطر همدرانګه د افغان طالبانو او د فلسطین حماس ډلې سره د متحده ایالاتو په خبرو کې د منځګړي نقش ادا کړی.

سره لدې چې په خلیج کې پراته عربي هیوادونه د یو بل سره ښې اړیکې پالي خو په ۲۰۱۷ کال کې د بحران په پیل کې داسې ویره وه چې ښایي دا هیوادونه یو بل سره وسله واله شخړه وکړي. خو قطر چې د طبیعي ګازو پریمانه زیرمې لري، د ایران او ترکیې سره نږدې اړیکې لري او له همدې کبله اقتصادي بندیزونو ډیر زیانمن نکړ.

د قطر سره دا مقاطعه په رسمي توګه د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې پای ته ورسیده او تیر کال د سعودي عربستان، مصر او عربي متحده اماراتو مشران هم قطر ته پداسې حال کې تللي و چې هلته د فوټبال نړیوال جام سیالۍ کیدې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت قطر سره د عربي متحده اماراتو د دپلوماتیکي اړیکو بیا پیل کیدو هرکلی کړی او دواړو هیوادونو ته یې مبارکې ویلي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا اقدام د سیمه ایز ثبات او دوه اړخیزې همکارۍ لپاره د خلیج همکارۍ په شوار کې د متحده ایالاتو د همکارانو له لوري یو بل مهم ګام دی.

XS
SM
MD
LG