د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ښځو فوټبال ټیم نړیوال جام وگاټه


د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم د نړیوال جام د گټلو پر وخت
د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم د نړیوال جام د گټلو پر وخت

د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم خپله وروستنۍ لوبه د هالنډ نه دوه د صفر په مقابل کې وگټله او پدې توگه یې د څلورم ځل لپاره د ښځو د فوټبال نړیوال جام وگاټه.

د ښځو د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ سیالي د فرانسې په لیون ښار کې جوړه شوې وه.

د امریکا ملي ټیم لوبغاړې میگان راپینوی د پنالتي گول په کولو او روز لیوال د ازاد شوت په وهلو سره د امریکا د متحده ایالاتو د ښځو ملي ټیم ته د دوو گولونو په وهلو سره د څلورم ځل لپاره نړیوال جام ورپه برخه کړ.

امریکایي مهاجمه میگان راپینوی د پنالتي گول له وهلو وروسته
امریکایي مهاجمه میگان راپینوی د پنالتي گول له وهلو وروسته

د لوبې په لومړیو ۴٥ دقیقو کې هیڅ ټیم ونه توانید چې گول ووهي، خو د لوبې په ٦١ دقیقه کې امریکا پینالتي گول ترلاسه کړ او بیا د لوبې په ٦٩ دقیقه امریکایي مهاجمې لیوال د یو ازاد شوت په کولو دوهم گول وواهه.

د امریکا د ښځو ملي ټیم چې په ٢٠١٥ کې یې هم نړیوال جام گټلی و، ویې کړای شول چې د خپل مقام نه دفاع وکړي.

هالند ددې جام د لوبو دوهم مقام خپل کړ.

پدې نړیوال جام کې تر ټولو زیات گولونه امریکایي لوبغاړې الکس موگان، برتانوۍ ایلن وایټ او امریکایي میگان راپینوی وهلي دي. دوی هر یو شپږ گولونه ترسره کړي دي.

د امریکا د ملي ټیم ٣۴ کلنې لوبغاړې میگان راپینوی ددې جام د غوره گول وهونکې لقب وگاټه او د "طلایي توپ" جایزه یې ترلاسه کړه.

XS
SM
MD
LG