د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات به په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د الجزایر پلان ویټو کړي


د غزې په رفح کې د جګړې خرابۍ
د غزې په رفح کې د جګړې خرابۍ

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفلډ وایي متحده ایالات به په غزه کې د سمدستي اوربند په هکله د الجزایر هغه پلان ویټو کړي چې احتمال لري پدې اونۍ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.

لینډا توماس ګرینفیلډ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات له میاشتو راهیسې د غزې شخړې د "دوامداره حل" لپاره کار کوي چې لږترلږه د شپږو اونیو لپاره به غزې ته سمدستي او دوامداره ارامي راولي، چې بیا موږ کولی شو د یوې تلپاتې سولې راوستو ته وخت پیدا او ګامونه واخلو."

هغې وویل هغه پلان چې متحده ایالات د اسرائیل، مصر او نورو په مرسته پرې کار کوي "د خپلو کورنیو سره د ټولو یرغمل شويو کسانو د یوځای کیدو لپاره ترټولو غوره فرصت دی او په جګړه کې اوږدمهاله وقفه رامنځته کوي چې دا به د ژوند ژغورلو لپاره زیاتو خوراکي توکو، اوبو، تیلو، درملو او سونګ موادو او نورو اړینو توکيو لیږدولو ته اجازه ورکړي چې د فلسطیني ملکي وګړو ته ورسیږي، چې ورته سخته اړتیا لري."

لینډا توماس ګرینفلډ وویل چې د الجزایر پلان به دا ډول پایلې ترلاسه نکړي او "ښایي ددې [پلان] سره په ټکر کې وي." هغې زیاته کړه چې که د الجزایر پلان د رایې لپاره وړاندې شي، "تصویب به نشي."

دا په داسې حال کې دي چې د الاقصی د شهیدانو روغتون چارواکو د سي ان ان CNN تلویزیوني شبکې ته ویلي چې د شنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د اسرائیل الوتکو لږترلږه ۶۸ کسان وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د غزې په سویل خان یونس کې د ناصر روغتون په بشپړه توګه غیر فعال شوی دی.

د دې وزارت ویاند اشرف القدره د یکشنبې په ورځ رویټرز اژانس ته وویل، د ناصر "خدمات په بشپړه توګه دریدلي دي." هغه وویل چې یوازې څلور کارکوونکي د ناروغانو درملنه کوي.

د یکشنبې په سهار کې، د روغتیا نړیوال سازمان مشر په ایکس ټولنیزه شبکه ولیکل چې ناصر "د یوې اونۍ اوږدې محاصرې او د روانو عملیاتو وروسته، نور فعالیت نه کوي."

هغه وویل چې د جمعې او شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان "د ناروغانو د وضعیت او جدي طبي اړتیاو د ارزولو لپاره" روغتون ته د لاسرسي څخه منع شوی و.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل د برید راهیسې پر غزه د اسرائیل په بریدونو کې ۲۸۹۸۵ فلسطینیان وژل شوي او ۶۸۸۸۳ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو فلسطینیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG