د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: د غزې روغتون کې ۲۰ مشکوک بریدګر نیول شوي


د غزې په خان یونس کې د ناصر روغتون باندې د اسرائیلي پوځ د عملیاتو له کبله له دغه روغتون څخه ایستل شوي یو شمېر ناروغان او بې ځایه شوي فلسطینان د مصر پولې ته څېرمه د رفح ښار ته رسېدلي دي.
د غزې په خان یونس کې د ناصر روغتون باندې د اسرائیلي پوځ د عملیاتو له کبله له دغه روغتون څخه ایستل شوي یو شمېر ناروغان او بې ځایه شوي فلسطینان د مصر پولې ته څېرمه د رفح ښار ته رسېدلي دي.

د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې ترټولو ستر روغتون ته له ننوتلو وروسته، د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) وویل، په دغه روغتون کې یې ۲۰ کسان نیولي چې ښايي پر اسرائیل یې د اکتوبر اوومې په مرګاني برید کې لاس درلود.

پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "عسکرو په روغتون کې وسلې موندلي او لسګونه کسان یې د ترهګرۍ په تور نیولي. په دې کې له ۲۰ زیات هغه ترهګر هم شامل دي چې د اکتوبر د اوومې په قتل عام کې یې برخه اخیستې وه."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناصر په روغتون کې پوځي عملیات لا هم روان دي.

خبرپانه زیاتوي: "دا عملیات د پوځي استخباراتو پراساس کیږي او په ګوته کوي چې حماس له دې روغتون څخه ترهګریز فعالیت کوي... د اسرائیل پوځ د رادار انځورونو وښودله چې حماس له دغه روغتون څخه د هاوان د ګولیو د وارولو دپاره کار اخیستی دی."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د برید په ترڅ کې د دوی ځواکونو د هاوان مرمۍ، لاسي بمونه او د حماس اړوند نورې وسلې موندلي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وویل، پر روغتون د برید له کبله د جنراتورونو برېښنا پرې شوې او پنځه ناروغان د اکسیجن د نشتوالي له کبله مړه شوي دي.

د ناصر روغتون په جنوبي غزه کې ترټولو ستر او په غزه کې د ګوتو په شمار هغو روغتونونو په کتار کې دی چې تراوسه فعال پاتې دي.

پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په روغتون کې یې دا عملیات د هغو معلوماتو په رڼا کې پیل کړي چې ښيي حماس د اکتوبر د اوومې په برید کې نیول شوي ځینې یرغمل په دې روغتون کې ساتي او دا چې د ځینو وژل شویو یرغملو جسدونه هم ښايي په همدې روغتون کې وي.

خو د پنجشنبې په ورځ ناوخته پوځ اعلان وکړ چې د عملیاتو په ترڅ کې یې په دې اړه "تر اوسه کره شواهد نه دي موندلي."

د څو اوونیو راهیسې، د جګړې له امله په زرګونو بې ځایه شويو فلسطینیانو د ناصر په روغتون کې پناه اخیستې ده.

د بې سرحده ډاکټرانو خیریه موسسې د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر روغتون د توغندیو د لګیدو له امله د دوی کارکوونکي مجبور شوي چې وتښتي او ناروغان شاته پریږدي.

په اسرائیل کې د حماس وسله والو د اکتوبر د اوومې په برید کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

د برید په ځواب کې اسرائیل پر غزه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې په غزه کې د روغتیا وزارت په خبره، په لسګونو زره کسان پکې مړه شوي او زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG