د متحده ایالتونو د میزوري د ایالت په فرگسن ښار کې په سلگونو پولیس نن شنبه د نومبر په ۲۲ نېټه د تیارسی په حال کې دي او د هغه منصفه پلاوي د پرېکړې لپاره غبرگون ته انتظار باسي چې د یو سپین پوستکي پولیس افسر په اړه یي کوي.
دا سپین پوستی افسر په دې تورن دی چې په تېر اگست کې یو تور پوستی بې وسلې ځوان يې وژلی و.
له جمهور رئیس بارک اوباما څخه نیولي د وژل شوي مایکل برون تر پلار پورې ډېرو کسانو له مظاهره کوونکیو څخه غوښتي دي چې له تشدد څخه نه بلکې له زغم څخه کار واخلي.
د وژل شوي مایکل برون پلار وویل " نورو خلکو ته زیان رسول او یا د ملکیتونو ورانول ددې مسلې ځواب نه دی. دا مهمه نده چې منصفه هیئت څه پرېکړه کوي، زه نه غواړم چې زما د زوی مرگ بې ارزښته شي. زه غواړم چې د هغه مرگ یو مثبت بدلون ته لاره پرانیزي، داسې یو بدلون چې سنت لویس په غوره تر ټولو بدل شی. "
د سنت لویس د ولسوالۍ اجرایوي مشر د شنبې په ورځ فرق نه کوي چې منصفه هیئت څه پرېکړه کوي خو له خلکو څخه ښه تمه لري چی غوره کار وکړي.
د مایکل برون د وژنې له امله په دې ښارکې د څو اونیو راهیسې خونړۍ مظاهرې روانې وې او په متحده ایالتونو کې د تبعیض په یوه غټه لانجه بدلې شوې.
په فرگسن کې دا پېښه د دې لامل شوه چې مرکزي حکومت هم په کې څېړنه وکړي.
د متحده ایالتونو د لوی څارنوال، ایرک هولدر په وینا، د فرگسن په څېر غټی پېښې لمنه د منصفه هیئت له رپوټ څخه هم پراخه ده.
ښاغلي هولډر وویل " زه په دې پوهېږم چې پرمختگ به اسانه نه وي، او اوږدمهاله تشنجونه به په یوه شپه کې کرار نه شي. دا هلې ځلې په دې موضوع پورې تړاو لري چې موږ څوک یو او غواړو چی څوک او څه ډول واوسو هم د یو ملت په توگه او هم د داسو خلکو په توگه چې په ډېره واضحه توگه ورته معلو مه ده چې ډېر ستر اومهم کارونه ورته په مخکې پراته دی چی سرته ېې ورسوی."
که چېرې ستر منصفه هیئت د پولیسو افسر، ډېرن وېلسن بې گناه وگڼی، نو د هېواد له گوټ گوټ څخه د مظاهره کوونکیو ډلې د دې پلان لري چې د فرگسن ښار ته د مظاهرو لپاره راشي.