د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا، افغانستان او ازبکستان چارواکو د اختر اوربند پر دوام باندې ټینګار کړی


( ارشیف) د دې اونۍ په سر کې طالبانو افغان حکومت سره د دریو ورځو اوربند اعلان کړی و
( ارشیف) د دې اونۍ په سر کې طالبانو افغان حکومت سره د دریو ورځو اوربند اعلان کړی و

د امریکا، افغانستان او ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو لوړ پوړو چارواکو په یوه درې اړخیزه غونډه کې افغان حکومت او طالبان د کوچني اختر د دریو ورځو د اوربند دوام ته هڅولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډیویډ هیل، افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعریز کاملوف د چهارشنبې په ورځ مې ۲۷ (غبرګولي ۷) د ویډیو کنفرانس له لارې د دریو هیوادونو ترمنځ د رې اړخیزو غونډو په لړ کې ګډو همکاریو، د افغانستان د سولې او د سیمه ییزې همکارۍ اوړند مسلو باندې خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ مې ۲۸ (غبرګولي ۸) د دغې غونډې د افتتاحیه ناستې اعلامیه خپره کړې، چې په کې ویل شوي د غونډې ګډونوالو پر نړیوالو د افغانستان د سولې د بهیر څخه د ملاتړ غږ کړی دی.

همداشان ګډونوالو د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د مصالحي د عالي ملي شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې هم هرکلی دی او د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو باندې یې ټینګار کړی دی.

په دغه اعلامیه کې د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د اوربند او په دې اونۍ کې د طالبانو د بندیانو خوشې کیدو په اړه د افغان مشرتابه د پریکړې هرکلی شوی دی.

دغې ګډې اعلامیه کې ویل شوي " د اختر د ورځو د اوربند د دوام هڅول، او د دې عاجلې اړتیا یادونه، چې افغانستان به د اوربند دمخه د تاوتریخوالي حالت ته نه ستنیږي او هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي د عاجلې اړتیا او هم د کرونا د وبا سره د مبارزې لپاره د مصون چاپیریال رامنځ ته کول ترڅو خلکو ته اړین خدمتونه برابر کړی شي".

طالبانو د کوچني اختر په دریو ورځو کې د افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی وو.

که څه هم د دغه درې ورځیني اوربند د پای ته رسیدو څخه دوه ورځې تیرې شوي، خو په زابل ولایت کې تیره ورځ ( چهارشنبه) د یوې امنیتي پيښې او د پروان په ولایت کې تیره شپه په یوه امنیتي پیښه کې د اوو محلي اردو سرتیرو د وژل کیدو پرته د بلې کومې لوی امنیتي پیښې خبر تاوسه نه دی ورکړل شوی.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې د ورځې ناوخته وویل، چې د اوربند د نیټې د پای ته رسیدلو یوه ورځ وروسته هم د دغې ډلې وسله والو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ مې په هوکړې باندې تاکید شوی.

همداشان ګډنوالو د کرونا د د ویروس وبا خپریدو ته په پاملرنې د درملو او د لومړنیو اړتیا وړ توکو د ترانزیت لپاره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سرحد په پرانیستلو ټینګار کړی دی.

ګډونوالو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سرحد کې د امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د امنیتي همکاریو په پراختیا، نشه یي توکو قاچاق، انساني قاچاق او د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په برخه کې د همکاریو په زیاتیدو هم ټینګار کړی دی.

په دې غونډه کې د اورګادي د پټلۍ د وصل او پراختیا، د ازبکستان له لارې له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته د خوراکي توکو په ترانزیت کې پر زیاتوالي هم خبرې شوي دي.

همداشان ګډونوالو د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان د درې اخیزې موافقې او سیمه ییز ترانزیټ پر پراختیا، د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه افغانستان ته او د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا هیوادونو ته انرژۍ د پروژو څخه هم ملاتړ څرګند کړی دی.

ګډونوالو د دغې غونډې د پریکړو د عملي کولو لپاره د یو کاري ګروپ په جوړولو او هم د روغتیايي چاپیریال په ښه کیدو سره د مخامخ غونډو پر جوړیدو موافقه کړې ده.

تیر کال د امریکا، افغانستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه د اسیا د زړه د هیوادونو د اتم کنفرانس په څنډه کې په استنبول کې جوړه شوې وه.

تیرکال د امریکا له اړخه میرمن الیس ویلز په دغه غونډه کې ګډون کړی وو.

په تیرو دوو لسیزو کې افغانستان د څو ګاونډیو هیوادونو سره دوه اړخیزې او درې اړخیزو غونډو یو نوښت پیل کړی، چې په تیره یوه لسیزه کې ډیرې دا ډول غونډې د افغانستان- پاکستان- امریکا، افغانستان- پاکستان – چین، افغانستان- پاکستان- برتانیا، افغانستان- پاکستان ـ ترکیه ترمنځ جوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG