د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په الاسکا کې الوتکه غورځېدلې او دوه تنه مړه شوي


تصویر د الاسکا د پېښې نه دی
تصویر د الاسکا د پېښې نه دی

د امریکا د هوانوردۍ مسولین وايي چې د الاسکا په ایالت کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه دوه تنه مړه شوي دي.

دا په یوې اونۍ کې د سیلانیانو د ګرځولو دا ډول دویمه الوتکه ده چې غورځيږي.

چارواکي وایي الوتکه د متلتکتلا په ساحل کې لویدلې ده. په الوتکې کې نور مساپر نه وو، یوازې یو پیلوت او یوه سپرلۍ وه.

الوتکه د تکواین بېویر فلټ هوايي شرکت وه. دا پېښه د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۰) وشوه. تېره سه شنبه همداسې یوه بله الوتکه هم په الاسکا کې وغورځېده چې شپږ تنه په کې مړه شول.

دا دواړه الوتکې سیاحتي وې چې معمولآ مساپر او سیلانیان د سمندر په سر او څنډو کې ګرځوي او کله ناکله داسې نمایش هم ورکوي چې د الوتکې ځینې برخې د سمندر له اوبو سره ولګي.

تر دې دمه د دغو الوتکو د غورځېدو علتونه او د مړو هویت معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG