د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې اړیکې؛ د امریکا سفیر د مشورو لپاره واشنګټن ته راځي 


په روسیې کې د امریکا سفیر جان سولیوان
په روسیې کې د امریکا سفیر جان سولیوان

په روسیې کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جان سولیوان وايي‌ چې د ولسمشر بایډن د ادارې له چارواکو سره د واشنګټن او کرملین د اړیکو په اړه د خبرو او مشورو لپاره واشنګتن ته راځي.

هغه داسې مهال دا خبره کړې ده چې امریکا او روسیې په دې وروستیو کې پر یو بل بندیزونه لګولي او په دغه ترڅ کې کرملین سفیر سولیوان ته د استراحت کولو «سپارښتنه» کړې ده.

سفیر جان سولیوان د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۰ ( وري ۳۱) په یوې اعلامې کې ویلي، واشنګټن ته ځی چې د امریکا او روسیې د اړیکو په اړه د بایډن د ادارې له چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي ويلي: « زه فکر کوم ماته مهم دي چې د بایډن په ادارې کې له خپلو نویو همکارانو سره د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ په موجوده دوه اړخیزو اړیکو باندې مخامخ خبرې وکړم. بله خبره دا ده چې څه باندې یو کال کېږي ما خپله کورنۍ نه ده لیدلې. دا زما لپاره یو بل مهم دلیل دی چې کور ته ځم.»

نوموړي ټېنګار کړی چې په څو اونیو کې به بېرته مسکو ته ور وګرځي.

روسیې له ښاغلي سولیوان څخه نه دي‌غوښتي چې له مسکو څخه ووځي خو د جمعې په ورځ یې دا وړاندیز ورته وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د روسیې د سفیر غوندې عمل وکړي.

تېره میاشت ولسمشر بایډن په یوه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «قاتل»‌ وباله او له دغو څرګندونو وروسته مسکو په واشنګټن کې خپل سفیر د مشورو لپاره وروغوښت. روسیې نه دي ویلي‌ چې کله به بېرته خپل سفیر واشنګټن ته واستوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکا د ۲۰۲۰ انتخاباتو کې د لاسوهنو او د «سولر وینډ» په نامه د فدرال‌ ادارو په یو شرکت د انټرنټي برید له کبله په روسیې بندیزونه ولګول. روسیه وايي دا کارونه یې نه دي‌ کړي.

امریکا لس روسي ‌دپلومات وشړل، لسګونه نور روسي شرکتونه او خلک یې په نښه کړل او په روسیې باندې یې نوي‌ بندیزونه ولګول چې پور ونشي‌ اخیستلی.

روسیې د امریکا دا کار وغنده او «ناملګرتوب او پاروونکی» یې وباله او په ځواب کې یې لس امریکایي دپلوماتان وشړل، د امریکا په اتو پخوانیو او اوسنیو چارواکو یې بندیز ولګوه او په روسیې کې یې د دغه هېواد د سفارت د فعالیتونو کړۍ راتنګه کړه.

ښاغلي بایډن په روسیې باندې د نویو بندیزونو د لګولو پر مهال د شخړې د هواري غوښتنه هم وکړه او وویل چې د خبرو دروازې پرانیستي دي.

ولسمشر بایډن وایي چې خپل روسي سیال ته یې وویل چې جدي بندیزونه ونه لګوي او په یو درېیم هېواد کې به خبرو ته کیني. روسي ویلي دي چې دا وړاندیز به مطالعه کړي.

په همدې حال کې په مسکو کې د امریکا سفیر سولیوان وايي: « د دواړو ولسمشرانو بایډن او پوتین تر هرې غونډې مخکې به زه بېرته مسکو ته راګرځم.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت معین سرګي ریابکوف ویلي دي چې د ولسمشر بایډن د خبرو د وړاندیز په اړه: « د وضعیت ارزولو په ډېرې ابتدايي مرحلې کې» دي او لا په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې او «پوښتنه دا ده چې د امریکا د متحده ایالتونه کومه لار غوره کوي.»

XS
SM
MD
LG