د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا تښتېدلي کډوال کاناډا کې نامعلوم برخلیک سره مخ دي

د ټرمپ د مهاجرت د سختې تګلارې له ویرې زرګونه تښتېدلي کډوال اوس په کاناډا کې له یو لړ نویو ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي.

کډوال په کاناډا کې د مهاجرت له سخت قانون، د کار او دایمي سرپناه له نشتوالي او ماشومانو ته یې د تعلیمي امکاناتو له کموالي سره مخامخ دي.

په کاناډا کې د پناه غوښتونکو د اسنادو ارزونه او څېړنه اوس ډېر وخت نیسي. رویټرز وايي د کاناډا د کډوالو د قضايي برخې د ۱۲۷ قاضیانو له ډلې یې نیمایي لا د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د قضیو په اړه غونډې نه دي کړي.

د کډوالو د اوسېدو او د هغوی د قضیو د حل لپاره د قاضیانو غونډې اساسي شرط بلل کیږي. که د کډوالو وضعیت معلوم نه وي هغوی نه کار کولی شي، نه مالي مرستې ترلاسه کولی شي او نه هم زده کړې کولی شي.

یوازې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په میاشت کې ۳۵۰۰ کسانو په کاناډا کې پناه غوښتې او داسې ویل کیږي چې کاناډا د کډوالو د قضیو د حل لپاره پوره کارکوونکي نلري.

دغه حالت ته په کتو داسې اندېښنې شته چې د نویو کډوالو د پناه غوښتنې قضیې شاید میاشت او کلونه ونیسي.

د ټرمپ په مشرۍ امریکا کې د نوي حکومت په راتګ سره په کاناډا کې د کډوالو شمېر زیات شوی دی او ویل کیږي چې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا سږکال تر ټولو ډېرو خلکو په کاناډا کې پناه غوښتې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG