د لاس رسي وړ اتصالات

هند په یوه ورځ په کرونا د ډېرو کسانو د اخته کیدو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ


هند نن د یکشنبې په ورځ اګست ۳۰ (سنبلې ۹) په دې هیواد کې د کروناویروس د ۷۸۷۶۱ زره نویو پیښو د ثبت کیدو خبر ورکړ؛ دا تر دې دمه په نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان دي چې په ورځ په کرونا اخته کیږي.

هند په څلورو تیرو ورځو کې په پرله پسې توګه هره ورځ د کروناویروس څه دپاسه ۷۵زره نوې پیښې ثبت کړي دي.

د هند د روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه په هیواد کې ۳.۵ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او ۶۳زره کسان ددغې ناروغۍ په وجه مړه شوي دي.

هند د ۱.۴ میلیارد نفوس په درلودلو سره د امریکا له متحده ایالاتو او برازیل وروسته د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښې لري.

د امریکا متحده ایالات د ۵.۹ میلیون اخته کسانو په درلودلو او څه دپاسه ۱۸۲ زره کسانو په مړینې د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی چې د کروناویروس په کې خپور شوی دی.

برازیل په کروناویرسو د څه دپاسه ۳.۸ میلیون اخته کسانو او او ۱۲۰ زره مړینو په لرلو سره دوهم دی.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو، ډیر ژر په وبا بدا او په بیړه ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې تر سهاره اګست ۳۰ پورې په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۲۵ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او پدې وجه تر اوسه ۸۴۲ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG