د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا هند سره د کرونا د 'طوفان' په مخنیوي کې مرسته کوي 


په هندې کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۳۵۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي
په هندې کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۳۵۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي

د کروناویروس په دې ورځو کې تر بل هر هېواد هند زیات ځپلی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۳۵۰ زره کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو په هند کې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې او اعلان یې کړی چې په دغې بدې ورځې کې به له هند سره مرسته کوي.

د هند په یو شمېر روغتونو کې د ناروغانو لپاره اکسیجن نشته او یو شمېر روغتونونه بسترونه نلري ‌چې ناروغان وساتي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله په هند کې څه باندې ۲۷۰۰ کسان مړه شوي‌ دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي دا حالت په خپل هېواد کې د «ویروس طوفان» بللی او د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غويي ۵) له خپلو خلکو وغوښتل چې ژر تر ژره د کرونا ضد واکسن او د دغه ویروس د خپرېدو او مخنیوي لپاره احتیاط وکړي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپل ټویټر کې لیکلي دي:‌« موږ د هند په حکومت کې له خپلو ملګرو سره نژدې کار کوو، موږ به ژر د هند خلکو او د هند روغتیا پالو اتلانو ته اضافي مرسته واستوو.»

په هند کې د امریکا په حکومت باندې انتقاد دی چې ولې یې هغه هېواد ته د کرونا ویروس ضد واکسین د خامو موادو صادرات کنترول کړي دي.

د امریکا د تولیداتو د دفاع څانګي د فبرورۍ په میاشت کې د دغو خامو مواد صادرول وځنډول.

په هند کې د «سیروم انستیتوت» چې په نړۍ کې د سیروم د تولید لوی شرکت بلل کیږي، د ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د امریکا په خامو موادو لګول شوی کنترول لېرې کړي.

دا شرکت وايي په دغه کار سره یې د«استرازینیکا» د کرونا ضد واکسین تولید زیانمن شوی دی.

په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس په حواله د امریکا د کانګرس غړي راجا کرېشنامورثي د بایډن له حکومت څخه وغوښتل چې هغه واکسینونه ته هند ته واستوي‌ چې په امریکا کې یې استعمال ته ضرورت نشته.

هغه وویل: « کله چې په هند او یا کوم بل ځای خلک مرستو ضرورت لري، موږ نشو کولی چې واکسینونه په ګودامونو کې وساتو. موږ باید دا واکسینونه هغو ځایونو ته واستو چې د انسانانو ژوند ژغوري.»

په هند کې وړاندوینه شوې ده چې د کرونا ویروس پېښې به د مۍ په نیمايي‌ کې خپل عوج ته رسیږي او داسې ویل کیږي‌ چې شاید د ورځې نیم میلیون خلک په دغه ویروس اخته شي.

په هند کې تر دې دمه څه باندې ۱۶ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي او شاخوخوا ۱۹۲زره نور کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG