د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان ته د کرونا ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین ورکړل 


په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه شاوخوا ۲۲۰۰۰ کسان مړه شوي
په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه شاوخوا ۲۲۰۰۰ کسان مړه شوي

د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د «کوواکس» پروګرام له لارې پاکستان ته د کرونا ویروس ضد ۲.۵میلیون ډوزه واکسین ورکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپل ټویټر کې لیکلي چې امریکا په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا ختمولو ته ژمنه ده.

هغه لیکلي دي:« پاکستان ته د کرونا ویروس ضد د مودرنا ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین ورکول زموږ دوامداره دوستي‌ او د کویډ سره په مبارزه کې زموږ همکاري ښکاره کوي.»

د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر اسد عمر چې د کرونا ویروس سره د مبارزې د مشترکې کمېټې مشر هم دی، تائید کړي چې د امریکا د واکسین مرسته ور رسېدلې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي دي چې دا واکسینونه یې تېره ورځ جولای ۲ (چنګاښ۱۱) د پاکستان حکومت سپارلي دي.

د امریکا د سفارت په اعلامیې کې راغلي دي چې دا مرسته د کرونا ضد د هغو ۸۰۰ میلیون ډوزه واکسین د مرستو لړۍ ده چې امریکا یې له نړۍ سره ژمنه کړې ده.

اعلامیه وايي د کرونا ضد واکسین په مرستو سربېره، امریکا پاکستان ته د کرونا ویروس د مرستو تر نامه لاندې پاکستان ته ۵۰۰ میلیون ډالر مرسته هم ورکړې ده چې د پاکستان له حکومت سره د ملګرتیا څرګندوی دی.

په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه څه باندې ۲۲۰۰۰ کسان مړه شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG