د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مسلکي کسانو د ویزو د محدودولو فرمان صادروي


ولسمشر ټرمپ ویلي چې دا ډېره بده ده چې امریکايان دې په کور ناست او بهرني کاریګر دې په کار وي
ولسمشر ټرمپ ویلي چې دا ډېره بده ده چې امریکايان دې په کور ناست او بهرني کاریګر دې په کار وي

ولسمشر دونالډ ټرمپ په پام کې لري یو نوی فرمان صاد کړي او امریکا ته د راتلونکو مسلکي او مجربو کسانو د ویزو په پروګرام کې تغیرات راوړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ به نن ( اپریل ۱۸) د امریکا ویسکانسن ایالت ته ولاړ شي او هلته به له خلکو او چارواکو وغواړي چې "امریکايي تولیدات وپلورئ او امریکايان وګمارئ". دا خبره د سينې ماڼۍ ځینو چارواکو اسوشیټډ پرس ته وکړه.

چارواکي وايي د ولسمشر په نوي فرمان کې به د امریکا کورني امنیت، عدليې، کار او بهرنیو چارو وزراتونو او څانګو ته لارښونه کیږي چې د فساد او درغلیو د مخنیوي لپاره د مسلکي کاریګرو د ویزو په پروګرام کې تغیرات راوړي.

ټرمپ به په خپل نوي فرمان کې همدغه راز چارواکي او خلک هڅوي چې د فدرال د بیارغونې په پروژو، ترانسپورت او نورو برخو کې امریکايي تولیدات وکاروي. چارواکي وايي که نویو تغیراتو ګټه ونکړه، بیا به یې وارزوي.

په فرمان کې به له دغو ادارو څخه غوښتنه کیږي چې H-1B د ویزو په پروګرام کې هم تغیرات راوړي.

H-1B څه ډول ویزه ده؟

دا ځانګړې ویزه هغو متخصیصنو او مجربو کسانو ته ورکول کیږي چې له نورو هېوادونو څخه امریکا ته د کار لپاره راځي. د H-1B ویزو له لارې د بېلابېلو برخو لسګونه زره متخصصان په کم معاش او کمه تنخوا امریکا ته راغلي او په کار بوخت دي.

اسوشیتډ پرس وايي امریکا هرکال د لاټرۍ له لارې ۸۵۰۰۰ کسانو ته د H-1B ویزې صادروي. چارواکي وايي دغه کار امریکا کې دننه امریکايي متخصیصنو ته کاري زمینې محدودې کړي دي.

ویل کیږي چې د تکنالوژۍ ځیني لوی شرکتونه په همدې ویزې او په کم معاش باندې له بهر نه کاریګر او موټروانان امریکا ته راغواړي.

په دغو ویزو باندې ډېر خلک د تکنالوژۍ په شرکتونو او کمپینو کې په دندو ګمارل کیږي، د دغه پروګرام ملاتړي وايي چې امریکا د تکنالوژۍ په برخه د مسلکي کسانو له کموالي سره مخامخ ده.

خو مخالفان یې وايي چې لوی شرکتونه له دغې لارې په کمو پېسو بهرني کاریګر، چې ډېر یې هندیان دي، امریکا ته راغواړي او د همدغو بهرنیو کارکوونکو په مرسته په بهر کې بیا خپلو تولیداتو ته بازار لټوي.

د هوارډ پوهنتون د عامه پالیسۍ یو پروفیسور چې د دغه پروګرام مخالف دی وايي چې دا پروګرام له هېڅ نه ښه دی خو هومره ښه هم نه دی چې باید وای.

د انتخاباتو پر مهال د ولسمشر ټرمپ یو شعار دا و چې امریکایانو ته به دندې پیدا کوي او داخلي شرکتونه به هڅوي چې په امریکا کې دننه پانګونه وکړي. لا معلومه نه ده چې د دغو ویزو له لارې څومره متخصصین او بهرني کارکوونکي امریکا ته راغلي دي.

ولسمشر ټرمپ د خپلو کمپاینونو پر مهال یو وارې وویل چې د H-1B د ویزو د پروګرام ننګه کوي، خو وروسته بیا د دغه پروګرام په ضد شو او آن د دغه پروګرام د بندولو غوښتنه یې وکړه. هغه ویلي وو چې دا د امریکايي کارګرانو لپاره بده ده چې دوی شته او له بهر نه کاریګر راځي.

XS
SM
MD
LG