د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په یوه ورځ څه باندې ۶۶زره کسان په کرونا اخته شوي


تر دې دمه په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۲.۷ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي
تر دې دمه په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۲.۷ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د کاروبارونو له بیا پرانیستل کېدو وروسته په دغه هېواد کې د کروناویروس پېښې هم زیاتې شوي.

چارواکي‌ وايي په امریکا کې د شنبې په ورځ جولاۍ۱۱(چنګاښ۲۱) ۶۶۵۲۸ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي چې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته د شمېر له پلوه یو ریکارډ بلل کیږي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه په ټولې نړۍ کې ۱۲.۷ میلیون کسان په کرونا اخته دي چې ۳.۲ میلیون یې په امریکا کې دي. په دې حساب امریکا په نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو څلورمه برخه جوړوي.

تېره ورځ یوازې د امریکا په دوو ایالتونو کې د کروناویروس څه باندې۴۸۰۰۰ پېښې ثبتې شوي دي. د لویزیانا په ایالت کې څه باندې ۲۶۰۰۰ او د جنوبي کارولیینا په ایالت کې شاوخوا ۲۲۰۰۰ پېښې ثبتې شوي دي.

د کروناویروس د نویو پېښو سره همهاله ولسمشر ټرمپ په لومړي ځل ولیدل شو چې ماسک یې تړلی دی.

ښاغلی ټرمپ تېره ورځ د «والټر ریډ ملي نظامي» روغتیاييمرکزته تللی و چې په جګړه کې ټپي شوي امریکایي سرتېري ‌وګوري. هغه ماسک تړلی و او بیا یې وویل چې د ناروغانو د لیدو په وخت کې د ماسک تړل ښه وي.

په همدې حال کې د امریکا ځینو ایالتونو سمندرغاړې او مۍ خانې بیا تړلي دي‌ او یو لړ نوې محدودیتونه یې هم لګولي دي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ په ایالت کې خپور شوی او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۶۵زره کسان مړه کړي دي چې څه باندې ۱۳۴زره یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي.

XS
SM
MD
LG