د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ سیاستواله ولې پر امریکايي ممثل په غوصه شوه


مکلیلن لیکلي چې زما ټوکه د عاېشې خوښه نشوه
مکلیلن لیکلي چې زما ټوکه د عاېشې خوښه نشوه

د پاکستان د پارلمان غړې عایشه ګلالۍ له هغې وروسته پر امریکايي ممثل جیرمي مکلیلن په غوصه شوه چې هغه د پاکستان بیرغ ډاروونکی وباله.

جیرمي چې په امریکا کې مشهور ممثل دی، په خپل ټویټر کې ولیکل" سږ کال مې هېر شو د هالوین لپاره خپل کور جوړ کړم، خو راځه خپل د پاکستان بیرغ به ولګوم او خپل ټول ګاونډیان به وډار کړم".

هالوین په امریکا او ډېرو نورو هېوادونو کې یوه دودیزه او مذهبي ورځ بلل کیږي. دا ورځ هرکال د اکتوبر په ۳۱ لمانځل کیږي چې په کې خلک میلې او تفریح کوي. زاړه او واړه هڅه کوي چې ډاروونکې څېرې، نقابونه او لباسونه واغوندې چې نور وترهوي او وډار کړي. خلکو په کورونو او د کورونو مخې ته هم ډاروونکې څېرې ځوړندې کړې وې چې ټول هدف یې تفریح بلل کیږي.

د ښاغلي مکلیلن دا ټویټ شاوخوا ۱۴۰۰۰ خلکو خوښ کړی، د نورو سره یې شریک کړی او په اړه یې خبرې کړې دي. مګر د پاکستان د پارلمان پښتنې غړې عایشې ګلالۍ جیرمي ته لیکلي "ستا شوخ طبیعت زما خوښیږي، خو دا ټویټ دی لږ زموږ ملي بیرغ ته سپکاوی دی. منندویه به مو یم که مو لېرې کړه".

جیرمي ځواب ورکړی"زما دا ټوکه د عایشې ګلالۍ خوښه نشوه، هغه غواړي چې لېرې یې کړم. وبخښه".

په خټه پښتنه وزیره عایشه ګلالۍ مخکې د پاکستان په ملي تلویزون کې خبریاله وه چې بیا سیاستواله شوه. عایشې څو میاشتې مخکې د ډېرو رسنیو پام ځان ته واړوه، هغې د تحریک انصاف ګوند پر مشر عمران خان تور لګولی چې نا مناسب پيغامونه یې ورته استولي، خو عمران خان دا تورونه رد کړل.

جالبه خبره دا ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو هندي فعالانو بیا داسې انګېرلې چې " له ګاونډیانو" د جیرمي هدف هند دی. د جیرمي تر ټویټ لاندې بیا یو شمېر پاکستانیانو او هندیانو هم یو بل ته سپکې سپورې ویلي دي. جرمي د اکتوبر په ۳۱ د سه شنبې په ورځ دا ټویټ کړی و.

جیرمي وروسته وضاحت ورکړی دی چې له دغه کار څخه یې د پاکستان بیرغ ته سپکاوی نه بلکې له خپلو ګاونډیانو سره ټوکه وه.

جیرمي مکلیلن د اګست په میاشت کې پاکستان ته هم تللی و او په لاهور کې شپږ پروګرامونه وکړل چې ټول ټکټونه یې خرڅ شوي وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG