د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس د اسرائیل-فلسطین ترمنځ په متوازنې سولې ټېنګار وکړ 


کاملا هریس د اسرائيل له صدراعظم سره خبرې کړې
کاملا هریس د اسرائيل له صدراعظم سره خبرې کړې

سپینه ماڼۍ وایي د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې کاملا هریس د اسرائیل او عربو مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا عادي کېدو په اړه د تړونونو ملاتړ وکړ او د اسرائیل او فلسطینیانو لپاره د متوازن او مساوي‌ امنیت، سولې او پرمختګ په ارزښت یې ټېنګار وکړ.

میرمن هریس له ښاغلي نتنیاهو سره د سیمې د امنیت په اړه د نږدې او دوامداره همکاریو په اړه هم موافقه کړې ده.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر هم د دغې تیلیفوني مکالمې خبر خپور کړی دی خو د فلسطینیانو په اړه یې د مېرمن هریس د دریځ په هکله څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د جرمونو نړیوالې محکمې د فلسطینیانو په ځمکو کې د احتمالي جنګي جنایاتو په اړه د تحقیق د پېل کېدو خبر ورکړی دی.

د هاګ محکمې څارنوالې فاتو بنسوده د مارچ په درېیمه (کب۱۳) وویل چې د جنګ دواړه ښکېلې غاړې به وپوښتل شي.

دغې محکمې تېره میاشت د واشنګټن او بیت المقدس د ادعا برعکس اعلان وکړ چې د فلسطین په ځمکو کې د جنګي جنایاتو د تحقیق صلاحیت لري. فلسطینیانو د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

سره له دې چې د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې په دې اړه د دواړو خواو د دریځ یادونه شوې، خو د ښاغلي نتنیاهو د دفتر په اعلامیې کې ویل شوي چې واشنګټن د هاګ د څارنوالې د دغې پرېکړې سره مخالفت لري.

د هاګ څارنوالې بنسوده د اسرائیل دفاعي ځواکونه او د حماس په ګډون د فلسطین یو شمېر وسله والې ډلې د جنګي جنایاتو عاملین یاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د اسرائیل-فلسطین ترمنځ د شخړې غوره لار د دوو هېوادونو جوړول دي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ریچارد میلز ویلي وو چې ولسمشر جوبایډن غواړي «له اسرائیل او فلسطین سره د امریکا د باور وړ اعتماد بېرته راوګرځوي.»

نوموړي همدغه راز ویلي وو چې ښاغلی بایډن غواړي د فلسطینیانو لپاره هغه بشري او اقتصادي مرستې او دپلوماتیک ماموریتونه بېرته پرانیزي چې مخکني حکومت بند کړ وو.

XS
SM
MD
LG