د لاس رسي وړ اتصالات

له اماراتو وروسته بحرین هم د اسرائیل سره اړیکې عادي کوي


د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ویلي چې بحرین د اسرائیل سره بشپړې سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ټینګوي.

ښاغلي ټرمپ دا کار تاریخي بللی.

جمهور رئیس ویلي چې دواړه هیوادونه به د یو بل هېوادونو ته سفیران استوي او سفارتونه به پرانیزي او د روغتیا، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، پوهنې، امنیت او کرنې په برخې کې به د همکارۍ نوښتونه پیلوي.

د بحرین څخه مخکې د عربي متحده اماراتو هم د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل سره په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو په عادي کولو موافقه کړې وه.

بحرین ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې په سپینې ماڼۍ کې په مراسمو کې د اسرئیل سره د اړیکو په عادي کولو موافقه کړې.

ایران نن د شنبې په ورځ په بحرین تور ولګاوه چې پخپل دې کار سره په سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي.

ایران چې اکثریت پکې شعیه ګان دي، د بحرین سره اړیکې یې ښه نه دي، د بحرین او اسرائیل تر منځ د اړیکو په عادي کیدو یې انتقاد کړی.

ایران ویلي چې د بحرین واکمنان به تر دې وروسته د "صهیونیستي رژیم په جرمونو کې شریک وي او په سیمه کې د امنیت او په نړۍ کې د اسلام لپاره دوامدار خطر وي."

په بحرین کې یو شمیر خلکو هم د اسرائیل سره د اړیکو په عادې کیدوانتقاد کړی او دا کار یې "خیانت" بللی.

د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې هم د بحرین او اسرائیل تر منځ داړیکو د عادي کیدو موافقه غندلې اوهغه یې د " فلسطین د ولس سره خیانت او د شا لخوا دردونکی ګوزار بللی."

ترکیې هم دا موافقه غندلې او ویلي یې دي چې "د فلسطین داعیه کمزورې کوي او اسرائیل ته نور هم زړه ور کوي چې خپل غیرې قانونې کړنو ته دوام ورکړي. "

په بحرین کې اکثریت شعیه ګان دي خو واکمني یې د سنیانو په لاس کې ده. بحرین تر ډیره حده د امریکا په متحده ایالاتو اتکا کوي او د امریکا د بحري ځواکونو یوه قطعه هم هلته دیره ده.

XS
SM
MD
LG