د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو په سنا کې د باور ترلاسه کولو کې ستونزو سره مخامخ دی


مایک پمپیو یو کال د سي آی اې مشر و
مایک پمپیو یو کال د سي آی اې مشر و

ولسمشر ټرمپ ډیموکراتان تورن کړل چې د بهرنیو چارو وزارت ته د هغه د کاندید وزیر مایک پمپیو د تایدۍ مخه نیسي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دبهرنیو چارو وزارت ته مایک پمپیو نوماند کړی دی. اوس داسې اندېښنې شته چې شاید ښاغلی پمپیو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې څخه د تائید هومره رایه ترلاسه نکړي چې د جلسي عمومي غونډې ته د باور او نه باور ترلاسه کولو لپاره وړاندې شي.

اسوشیتډپرس وايي ټولو ډیموکراتانو او لږ تر لږه یو جمهوري غوښتونکي ویلي دي چې ښاغلي پمپیو ته به د باور رایه ورنکړي. دا مهال د امریکا سنا ۱۰۰ غړي لري چې ۵۱ یې جمهوري غوښتونکي ، دوه مستقل او ۴۹ یې ديموکراتان دي، مستقل کاندیدان هم ډیموکراتانو سره دي.

ولسمشر ټرمپ همدغو اندېښنو پارولی دی. هغه وايي د دې خبرې منل سخت دي چې پمپیو به د باور رایه ترلاسه نکړي. هغه د ډیموکرات ګوند استازي تورن کړي چې "د سلګونو ښو خلکو د تائیدۍ" مخه نیسي.

هغه وايي ډیموکراتانو جرمني ته د امریکا د سفیر د تائیدۍ مخه هم نیولې ده. ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې دا تور هم لګولی دی چې د ډیموکرات ګوند کاندیدان وخت ضایع کوي.

مایک پمپیو یو کال د امریکا د مرکزي استخباراتو ( سي آی اې) مشر و او تر هغه مخکې د کانګرس غړی و. ښاغلي پمپیو شاوخوا دوه اونۍ کې د شمالي کوریا له رهبر سره هم لیدلي وو.

هغه څو ورځې مخکې د امریکا د سنا په یوې غونډې کې د سناتورانو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وویل او ژمنه یې وکړه که د باور رایه ورکړل شوه، د متحدو ایالتونو بهرنۍ تګلاره به پوره عملي کړي.

د متحدو ایالتونو د سنا مجلس لا هم په دې اړه فکر کوي چې د ښاغلي پمپیو په اړه د همدغې اونۍ په اخره کې رايه اچونه وکړي.

XS
SM
MD
LG