د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: له افغانستان نه، نه وځو


د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر د سنا مجلس په استماعیه کې له سختو پوښتنو سره مخامخ شو
د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر د سنا مجلس په استماعیه کې له سختو پوښتنو سره مخامخ شو

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ته نوماند وايي امریکا به د ترهګرۍ د ګواښ تر ختمیدلو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ د امریکايي سناتوران ګڼو پوښتنو ته ځواب ووايه او ټینګار یې وکړ چې که سنا د باور رایه ورکړه، نو د ولسمشر دونالد ټرمپ بهرنۍ تګلاره به په بشپړه توګه پلي کړي.

د ښاغلي پمپیو د خبرو عمده برخه د روسیې، ایران او شمالي کوریا په هکله وه.

د سنا د مجلس یو غړي وویل چې روسیه د اقتصاد نه د وسلې په توگه استفاده کوي او په اوکراین کې یې د روسیې لاسوهنو ته هم اشاره وکړه، ښاغلي پمپیو پدې اړه وویل چې د روسیې د سیاستونو پر وړاندې به د یو لوی نړیوال دیپلوماتیک اتحاد په لټه کې شي او زیاته یې کړه چې د اوکراین سره د امریکا د مرستو ملاتړ کوي.

د ایران په اړه ښاغلي پمپیو وویل چې د اټومي موافقې نه یې گټه پورته کړې، او زیاته یې کړه چې ایران د "خپل خطرناک چلند" په وجه تر اوسه ډیره لږه بیه ادا کړې ده. د هغه په وینا امریکا باید د خپلو متحدینو په همکارۍ هغه گواښ ته ځواب ووایي چې د ایران د اټومي وسلو د پراخولو له درکه رامنځ ته شوی.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې که د بهرنیو چارو د وزیر په توگه د سنا مجلس له خوا تائید شي ډیر ژر به د ایران د اټومي ټړون موافقه بیا وڅیړي چې د هغه په وینا په دغه تړون کې "سخت نواقص" اصلاح شي.

مایک پمپیو د افغانستان په اړه ډیرې خبرې ونکړي خو د ولسمشر د تګلارېپر پلي کولو یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل "د ولسمشر ټرمپ د نوې پالسیۍ پوره ملاتړ کوم او د هغه [ښاغلي ټرمپ] د تگ لارې له مخې مونږ هلته د یوه هدف لپاره یو، او هغه دا چې تر هغه به هلته یو چې زمونږ خلکو ته د ترهگرو له لورې متوجه خطر ختم شوی نه وي".

ښاغلی پمپیو د یوه کال لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی ای د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وړاندې د کانګرس غړی و.

XS
SM
MD
LG