د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د امریکا د سترې محکمې غړی ونوموه


د ولسمشر اوباما کیڼ لاس ولاړ کس، قاضي مریک ګارلېنډ دی
د ولسمشر اوباما کیڼ لاس ولاړ کس، قاضي مریک ګارلېنډ دی

ولسمشر اوباما له اوږد ځنډ او مخالفتونو وروسته د چهارشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د مړه شوي غړي ځای ناستی ونوموه.

د ولسمشر اوباما د دغه کار مخالفانو او په خاص ډول د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو ټېنګار کاوه، چې د ولسمشر دوره په ختمېدو ده او باید دا کار راتلونکی ولسمشر وکړي. جمهوري غوښتونکو ویلي، چې د ولسمشر نوماند به رد کړي.

د امریکا ستره محکمه څنګه فعالیت کوي؟

د امریکا ستره محکمه:

دغه محکمه نهه غړي لري چې، د امریکا لوړپوړي قضايي ارګان بلل کیږي او د فدرال د محکمو پر مهمو مسایلو وروستۍ پرېکړې کوي.

د سترې محکمې د غړو دندې د ژوند ترپایه وي، چې له هر ډول سیاسي نفوذ او تاثیر څخه خوندي وي.

د ۱۹۷۰ کال څخه تر ۲۰۰۶ کاله پورې د امریکا د سترې محکمې د غړو د دندو متوسطه دوره ۲۶ کاله وه.

دغه غړي باید له کومې سیاسي ډلې ټپلې سره تړلي نه وي او ولسمشر یې غوره کوي.

ولسمشر، خپل همکفره سیاسي قاضیان نوماندان کوي، چې د واکمن ګوند په ګټه وي.

د امریکا د سنا قضايي مجلس، د ولسمشر له لوري نوماندان ارزوي.

د سنا استماعیه قضايي مجلس له نوماند سره تر خبرو وروسته، د هغه په اړه رایه اچوي.

د دواړو ګوندونو غړي د سترې محکمې د کاندید په اړه له مناظرې وروسته وروستۍ پرېکړه کوي.

په ډېرو برخو کې، سنا کاندیدان تایدوي، خو له ۱۷۸۹ تر ۲۰۱۰ کاله پورې د سترې محکمې لږ تر لږه ۳۶ نوماندان رد کړل شوي دي.

خو ښاغلي اوباما وویل، د متحده ایالتونو د اساسي قانون او د جمهوري ریاست د صلاحیتونو له مخې یې قاضي مریک ګارلېنډ، د سترې محکمې د نوي غړي په توګه ونوموه.

د سترې محکمې یو بل غړی، انتونین سکالیا، د فبرورۍ په ۱۳ نېټه مړ شو.

لسمشر وویل " د جمهور رئیس په توګه زما صلاحیت او مسولیت دی، چې د سترې محکمې لپاره یو وړ او مناسب کس وټاکم. زه باور لرم چې قاضي مریک ګارلېنډ، د سترې محکمې لپاره مناسب شخص دی."

ښاغلي اوباما وویل چې، قاضي ګارلېنډ به نن له سناتورانو سره ګوري او خبرې کوي، هغه د کانګرس له غړو وغوښتل، چې د نوماند خبرې يې له زړه نه واورې.

۶۳ کلن قاضي ګارلېند، چې د امریکا د ایلونای ایالت د شیکاکو د سیمې اوسېدونکی دی، له ولسمشر اوباما نه مننه وکړه چې، پر هغه یې باور وکړ او دغې سترې دندې نوماند کړ.

نوموړی ترې مخکې د واشنګټن ډي سي د استیناف محکمې مشر و او له ۱۹۹۷ کال راهیسې قاضي دی. ګارلېنډ د امریکا د معتبر پوهنتون هاروډ د قانون له څانګې فارغ شوی دی.

د امریکا ستره محکمه نهه غړي لري، چې درې یې ښځې دي او په شپږو نورو کې یې هم د نژادونو او قومونو تناسب په پام کې نیول شوی دی.

د سترې محکمې غړي د ټول ژوند لپاره ټاکل کیږي، په دې مانا چې، یا به په خپله له دندې لاس اخلي او یا به مړ کیږي، چې غړیتوب یې ختم شي.

ولسمشر یې غړي نوموي او بیا د امریکا د کانګرس له تائید وروسته د سترې محکمې غړي خپله وظیفه پیل کوي.

د قانون له مخې نه ولسمشر او نه هم کوم بل چارواکی یا اداره د دغو غړو د لېرې کولو واک او صلاحیت لري، خو کانګرس یې یوازې هغه مهال احضار کولی شي، چې په کوم غیر اخلاقي کار تورن شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG