د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې یو امریکايي سرتېری ووژل شو او دوه ژوبل شول


په امریکا کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال د دوی یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د امریکايي ځواکونو په یوې اعلاميې کې ویل شوي چي دغه کسان د هلمند د مارجي ولسوالۍ ته نژدې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په اعلاميې کې دا یوه لویه غمیزه بلل شوې او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.

د ان بي سي تلویزیون د امریکایي چارواکو د قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې په امریکایي ځواکونو باندي د هاوان او سپکو وسلو برید شوی دی.

سره له دې چې ځینو رسنیو د یوې امریکايي الوتکې د بېړنۍ ناستې خبره کړې ده، خو په خپرې شوې اعلاميې کې په دې اړه څه ویل شوي نه دي او نه هم د وژل شوي او ژوبل شویو سرتېرو هویت معلوم شوی دی.

په همدې حال کې په کابل کې د قاطع ماموریت ویاند وایي چې پوځي هیلوکوپتر د مارجې په ولسوالۍ کې د تخنیکي عوارضو له وجې ښکته شوې ده.

هیلکوپتر د هغو خاصو ځواکونو د ژغورولو لپاره د مارجې ولسوالۍ ته تللې وه چې د وسله والو طالبانو له خوا په برید کې وژل شوي یا ژوبل شوي وو.

اخوا د هلمند د امنیې قومندان عبدالرحمن سرجنګ د امریکا غږ اشنا ته وویل چې په مارجې کې هېڅ څرخي الوتکه غورځول شوې نه ده.

ښاغلي سرجنګ وویل د فغان ځواکونو یوه څرخي الوتکه په مارجې کې د زخمیانو د انتقال لپاره راغلې وه چې " وسله والو مخالفانو" پرې ډزې وکړې خو کوم زیان ور رسېدلی نه دی.

ده وویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په مارجې کې سلګونو افغان ځواکونو د وسله والو د شړلو عملیات پیل کړي او اوس د مارجې په ولسوالۍ کې افغان ځواکونه ديره دي.

ښاغلي سرجنګ وویل چې د اړتیا پر مهال د بهرنیو ځوکونو څخه مرسته غواړي خو ویې نه ویل چې، په دغې جګړې يې افغان او بهرنیو سرتېرو ته څومره تلفات اووښتي دي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG