د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ۲۵میلیونه ډالره ورکړل چې پر ضد یې دعوه ختمه شي


د ټرمپ د پوهنتون مسئله د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال هم هغه ته یوه لانجه وه
د ټرمپ د پوهنتون مسئله د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال هم هغه ته یوه لانجه وه

په امریکا کې یوې محکمې د ټرمپ پر ضد د قضیې ختمولو لپاره د ۲۵۰میلیونه ډالرو د جوړجاړي پرېکړه تاید کړه.

پر ټرمپ تور و چې د " ټرمپ پوهنتون " کې یې له زده کوونکو ډېرې پېسې اخیستې او درغلي يې کړې ده. له همدې کبله یو شمېر زده کوونکو په ډله ییز ډول پر ښاغلي ټرمپ حقوقي دعوه وکړه.

ځینو زده کوونکو ویل چې ۳۵۰۰۰ ډالره یې ورکړي وو چې د "ټرمپ پوهنتون" کې داخل شي. دا دعوه له مخکې شروع شوې وه، خو د ټرمپ وکیلان او د هغه پر ضد مدعیان په دې سلا شول چې ټرمپ به ۲۵ میلیونه ډالر ورکوي او مدعیان به له خپلې دعوې تیریږي، همداسې وشول.

اوس قاضي د ددواړو خواو ترمنځ دغه جوړجاړی ومانه او په دې توګه د ټرمپ پر ضد یوه تر ټولو لانجمنه حقوقي دعوه ختمه شوه.

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کې د انتخاباتو له ګټلو وروسته د دغې قضيې د حل کولو پرېکړه وکړه او وویل وخت نلري چې محکمه په محکمه وګرځي.

قاضیان وايي دا ۲۵ میلیونه ډالر تقریبآ د هغو زده کوونکو، چې دعوه یې کړې، ۸۰فیصده تاوان جبران کولی شي.

د ټرمپ د پوهنتون مسئله د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال هم هغه ته یوه لانجه وه او مخالفانو یې پرې له دې کبله کلکې نیوکې کولې او هغه یې په درغلۍ او فساد تورنوه.

د "ټرمپ پوهنتون" د نورو پوهنتونونو غوندې نه و چې منظم صنفونه، درسونه، ازموینې او نورې چارې ولري، بلکې یو مشورتي مرکز ته ورته و چې زده کوونکو ته په کې د ملکیتونو او جایدادونو د پېر او پلور په اړه روزنې او سیمینارونه ورکول کېدل.

په خپله ښاغلی ټرمپ هم د جایدادونو او ملکیتونو لوی سوداګر دی.

XS
SM
MD
LG