د لاس رسي وړ اتصالات

یو اس آی ډي: نړیوالې مرستې به کمې شي خو موثریت به یې ډیر شي.


د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره ((یو اس آی ډي)) وایي چې د بهرنیو هیوادونو سره به خپلې مرستې موثره او ساده کړي. دغه اقدام یو اس آی ډي د خپلې بودجې د کمښت په خاطر کوي.

د یو اس ای ډی مشر، راجیو شاه، چی پرون یی د امریکا د اولسی جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ استعماعیه غونډې ته خبرې کولې وویل چی د ۲۰۱۳ کال بودیجه به د ۲۰۱۲ کال تر بودیجې لږه کمه وې. هغه وویل چې یو اس آی ډي به د نړۍ په کچه ۱۶ پروګرامونه ختم کړي.

هغه وویل ((موږ به په پیرو او مکسیکو کې خپل صحي پروګرامونه ختم کړو او د کوسو، سربستان او یوکراین لپاره به هم د خپلو خوړو او کرنې پروګرامونه بند کړو. دا ټول به زموږ هڅې هغو سیمو ته متوجه کړي چې د مرستو اړتیا وي او لاس ته راوړنې پکښي درلودای شو.))

شاه وویل چی د امریکا د بهرنۍ مرستو موخې به مشخصه وي او د لومړیتوبونو په اساس به طرح شوي وي خو هغه د دې وعده هم ورکړه چې د دې نه ورسته به هم امریکا د خپلو مرستو په ذریعه په دې قادره وي چې د نړیوال انکشاف د ننګونو سره مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG