د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د "‬فایدې"‬ پروژه


په افغانستان کې د "‬فایدې"‬ پروژه
په افغانستان کې د "‬فایدې"‬ پروژه

د امریکا د متحدو ایالاتو پرمختیايي ادارې یو ایس ای ډي د څلور اویا ملیونو امریکايي ‌ډالرو په ارزښت نن د یوې نوې پروژې چې فایده یې بولي پرانسته وکړه او عمده هدف ترې په افغانستان کې د ماليي وضعیت بهتره کول او سمونه ده.

دا پروژه چې د سه شنبې په ورځ رسما پیل شوه او د پنځو کالو لپاره به دوام وکړي په درېیو عمده برخو کې به کار کوي، په کوچنیو سکټورونو کې به د ګډو بنسټونو سره مرسته وکړي چې ماليي سکټور پیاوړی کړي او د اړتیا وړ ماليي تولیدات منظم او کار موندنه وکړي، د فایدې پروګرام بل هدف دا دی چې واړه پورونه برابر کړي او سوداګرو ته د وړو پورونو د ورکړې مرسته وکړي او د همدې اړونده سکټورونو د ماليي اتحادېو ملاتړ وکړي.

د فایدې پروژه چې د افغانستان په پرمختګ کې ماليي خدمتونو د لاس رسي پروژه هم بلل کیږي د متوسطو قرضونو د ورکړې لپاره به هم ګڼ پروګرامونه ولري، په افغانستان کې د یو ایس ای ډي مرستیال باب هیلر د سلو په شاوخوا کې د بانکونو او کوچنیو مالي بنسټونو مسؤلینو ته وویل چې دا پروژه به د افغانستان د اقتصاد سره پراخه مرسته وکړي.

په افغانستان کې د "‬فایدې"‬ پروژه
په افغانستان کې د "‬فایدې"‬ پروژه

بل لورته د کوچنیو پانګونو نه د ملاتړ د مؤسسې رئیس ویس احمد برمک بیا وویل چې دا پروژه زیاته مرسته کوي او ددې پروژې له تطبیقوونکو غواړي چې ولایتونو ته یې هم وغځوي.

ویس احمد برمک، د کوچنیو پانګونو نه د ملاتړ د مؤسسې رئیس: ‪"‬د افغانستان ماليي سکټور اصلاح او زیات بهتره شي چې هغه بانکونه دي د افغانستان مرکزي بانک هم پکې شاملیږي، دا پروژه به د یو ایس ډي له لارې له مرکزي بانک سره له نېږدې کار وکړي تر دې چې زمونږ په بانکدارۍ نظام کې ښه اصلاح راشي او په عین وخت کې د خصوصي سکټور له بانکونو سره به هم دوی کار وکړي.‪"‬

د پروژې مسؤلین وايي دا پروژه به پنځه کاله دوام وکړي او هڅه کوي چې خپلو اهدافو ته پکې ورسیږي.

XS
SM
MD
LG