د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امریکا دافغانستان په پرمختګ کې په خپله ونډه ویاړي


د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په تلار کې غونډه
د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په تلار کې غونډه

جمهورریس باراک اوباما د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا د پروګرام یو ایس اې ډي له خوا د افغان میرمنو د ژوند د ښه کیدلو لپاره د سلګونو میلونو ډالرو د یو نوي پروګرام د پیل په مناسبت په یو ویډیویي پیغام کې افغان میرمنو سره د امریکا د مرستو ددوام وعده وکړه ویې ویل چې د افغانستان په راتلونکي کې ددغه هیواد نارینه، ښځې، هلکان او انجونې برخه لري.

جمهورریس اوباما وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان د ښخو په تعلیم بندیز وه خو اوس نږدې درې میلونه انجونې په ښوونځیو کې په زده کړه بوختې دي چې تر څلویښت زرو پورې یې د لوړو زده کړو په موسسو کې په زده کړو بوختې دي.

جمهورریس اوباما وویل" د امریکا اوسیدونکي نر او ښځې چې په پوځ کې دي او که په ملکي ماموریت بوخت دي په دې ویاړي چې په افغانستان کې یې په پرمختګونو کې برخه لرله".

یو ایس ای ډي په افغانستان کې د ښځو د ځواکمنتیا پنځه کلن پروګرام چې افغانې مېرمنې به په سوداګرۍ او د رهبرۍ په برخو کې حمایه کړي نن رسما پرانسته.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په تلار کې په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان جمهورریس محمد اشرف غني، اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د امریکا د نړیوالې پرمختیا د ادارې مشر راجیف شا په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کونینګهم او د افغانستان د حکومت او پارلمان یو شمیر غړو په کې برخه اخیستی وه.

پرمختیا، د یو ایس ای ډي د مرستو په تاریخ کې تر ټولو لوی پروګرام دی، دا پروګرام یوازې د مېرمنو لپاره ځانګړی شوی دی.

د یو ایس ای ډي ۲۱۶ ملیونه ډالر او د نورو مرستندویانو دوه سوه ملیونه ډالره به د پرمختیا په پروګرام ولګول شي، دا پروګرام پنځه کلن دی او د افغانو مېرمنو د پیاوړي کولو پروګرام یې ګڼي.

نن په رسما ډول دا پروګرام د افغانستان د ولسمشر او د یو ایس ای ډي د عمومي مشر ډاکټر راجیف شاه له خوا پرانستل شو.

د ښځو د پرمختیا د پروګرام د پرانستې په مراسمو کې د افغان حکومت اجرائيوي رئيس، او د امریکا سفیر هم برخه درلوده، د امریکا ولسمشر بارک اوباما دې غونډې ته پیغام لېږلی وو او په پيغام کې یې په تېرو دیارلسو کلونو کې د لاسته راوړنو یاده کړې وه.

د یو ایس ای ډي عمومي مشر راجیف شا وویل د پرمختیا دا پروګرام به په څلورو څانګو متمرکز وي، د ښځو د رهبرۍ وده، ښځې په حکومت کې، ښځې او اقتصاد او د ښځینه بنسټونو وده.

د یو ایس ای ډي عمومي مشر راجیف شاه وویل ‪"‬له دغه پروګرام به ۷۵ زره افغانې مېرمنې ګټه واخلي.‪"‬

پدغه غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل د ښځو په ژوند کې د اساسي تغییر راوستل دده د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

ولسمشر وویل په ستره محکمه کې به یوه ښځینه قاضي انتصاب کړي، ولسمشر وویل په حکومت کې د ښځو مشارکت د پام وړ ندی.

افغان ولسمشر د ښځو لپاره د لومړني پوهنتون د جوړولو یاده وکړه چې د ښځو په واسطه به اداره کیږي.

ولسمشر غني وویل د یو ایس ای ډي ددغو مرستو په میکانیزم باید غور وشي، او په ويناء یې لنډ مهالي ورکشاپونه ګټه نه لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل ‪"‬ کوم اصلاحات چې مونږ په پام کې لرو، د هغو په تطبیق تمه ده چې داسې مرستو یوه برخه د افغان بنسټونو له لارې ولګول شي.‪"‬

یو ایس ای ډي وايي، ۲۵ زره ښځې به درهبرۍ په برخو کې ورزوي، دوی ته به د مهارتونو د لوړولو روزنې ورکړل شي او د اینده په پروژو کې به ترې کار واخېستل شي.

ددې پروګرام له لارې به د ښځو چارو له وزارت سره افغانې مېرمنې چې په حکومتي ادارو کې کار کوي، و روزل شي ترڅو د حکومت په تصمیم نېونکو پرېکړو کې برخه واخلي.

د ښځو پرمختیا پروګرام په ښاري سوداګریزو مرکزونو کې ښځینه سوداګرې وروزي، دا پروګرام به د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات کې تطبیق شي، حرفوي مراکز به ایجاد شي، او د هغو مېرمنو چې پانګونې یې کړي دي ملاتړ وشي.

دا پروګرام به ددې ترڅنګ د هغو بنسټونو او ټلوالو ملاتړ هم وکړي، چې د ښځو د حقوقو لپاره ایجاد شوي دي.

د یو ایس ای ډي دغه چارواکي وویل دا مرستې به تر ډېره د یو ایس ډي له خوا په خپله مصرف شي، خو افغان حکومت به هم پکې ښکېل وي.

یو ایس ای ډي په تېرو دیارلسو کلونو کې په مختلفو برخو کې پروژې تطبیق کړي خو لا هم داسې نېوکې شته چې په ځینو برخو کې یې پروژې زیاتې موثرې نه وې

XS
SM
MD
LG