د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا (یوایس ایډ) کارکوونکو ته د دوشنبې په ورځ، فبروري درېیمه (سلواغې ۱۵) د یوې خبرپاڼې له لارې امر شوی چې په واشنګټن کې ددغه ادارې مرکزي دفتر ته ولاړ نه شي. میلیاردر ایلن مسک له دې وړاندې اعلان کړی و چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره ددغې ادارې د تړلو په اړه موافقه کړې ده.
د یوایس ایډ کارکوونکو ویلي چې د تېرې شپې راهیسې ددغې ادارې کمپیوټري سیستم ته د شاوخوا ۶۰۰ همکارانو لاسرسی پرې شوی. هغو کارکوونکو ته چې ددې ادارې کمپیوټري سیستم ته لا تراوسه لاسرسی لري، په یو لیږل شوي ایمیل کې ویل شوي چې "د ادارې د رهبرۍ په لارښوونې" ددې ادارې مرکزي دفتر "د فبروري په درېیمه تړل کیږي".
ایلان مسک چې د ټرمپ له لورې د فدرالي حکومت د ملکي ادارو څیړنې مسئول ټاکل شوی، د دوشنبې په ورځ وویل چې له ټرمپ سره د یوایس ایډ په اړه غږېدلی او "هغه ورسره منلې چې باید وتړل شي." د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي.
مسک د دوشنبې په سهار د ایکس په یوې ژوندۍ خپرونه کې وویل: "څرګنده شوې چې (دا اداره) د داسې یوې مڼې په څېر نه دی چې یو چینجی په کې وي. دا د چینجیانو یوه توپ دی او باید په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي... موږ یې اوس تړو."
یوایس ایډ چې په شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو کې له بشري، پراختیايي او امنیتي پروګرامونو سره مرسته کوي، د مسک، ټرمپ او په کانګرس کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو غړو له سختو نیوکو لاندی راغلی او دغه اداره یې تورنه کړې چې د لیبرال هڅو ملاتړ کوي.
د متحده ایالاتو یو اوسني او یو پخواني چارواکي د یکشنبې په ورځ اسوشیتډ پرس اژانس ته وویل چې په تیرو دوو ورځو کې د ټرمپ ادارې د یوایس ایډ د امنیتي برخې د دوو مسئولینو دندې وروسته له هغه وځنډولې چې د مسک په مشرۍ څېړونکو ته یې د محرمو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
د مسک په مشرۍ د حکومت د موثریت ادارې له دې وړاندې د خزانې په وزارت کې هم ورته عملیات ترسره کړي او په دغه وزارت کې یې د ټولنیز امنیت او "مډیکیر" ترلاسه کوونکو د تادیاتو د معلوماتو په ګډون حساسو معلوماتو ته لاسرسی موندلی و. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې حساسو معلوماتو ته د مسک د ټیم د لاسرسي له کبله د خزانې یو لوړپوړي چارواکي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د کانګرس ډیموکراتو غړو په دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ د کانګرس له تائید پرته د یوایس ایډ د تړلو قانوني صلاحیت نلري. دغو وکیلانو همدارنګه حساسو حکومتي معلوماتو ته د حکومت د موثریت ادارې له لارې د مسک په لاسرسي هم نیوکه کړې ده.
یوایس ایډ د امریکا په هغو فدرالي ادارو کې شامل دی چې د ټرمپ د ادارې له سختو نیوکو او اقداماتو سره مخامخ شوی دی. ددغې ادارې وبسایټ هم د شنبې د ورځې راهیسې بند وشی او د بندېدو په اړه یې وضاحت ندی وړاندې شوی.
ټرمپ د یکشنبې په ماښام د یوایس ایډ په اړه خبریالانو ته وویل: "دا اداره د یو شمیر راډیکال عناصرو لخوا پرمخ وړل کیږي او موږ یې باسو."
ټرمپ او مسک په داسې حال کې دا څرګندونې کړي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مرکزي امریکا ته په سفر تللی او هغه د یوایس ایډ د تړلو په اړه تراوسه په عامه توګه نظر ندی څرګند کړی.
د ټرمپ ادارې او روبیو د متحده ایالاتو په بهرنیو مرستو باندې بې ساری بندیز لګولی چې له کبله یې د یوایس ایډ نړیوال پروګرامونه اغیزمن شوي، له کبله یې د مرستندویو موسسو د زرګونو کارکوونکو او په واشنګټن کې ددې ادارې د رهبرۍ غړي او کارکوونکو دندې ځنډول شوي دي.
د ټرمپ په لومړنۍ دوره کې سیاسي کارکوونکی پیټر ماروکو د ادارې د تړلو د چارو مشري کوي. د یوایډ مامورین وايي چې دوی باور لري چې د یوایس ایډ د واشنګټن په دفتر کې د موقتي پیژندپاڼو لرونکي کسان چې د کارکوونکو په اړه پوښتنې کوي، ښايي د مکس په مشري د حکومت د موثریت د ادارې غړي وي.
ډیموکراتې سناتورې الیزابت وارن د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې په یو پوسټ کې وویل چې ټرمپ مسک ته اجازه ورکړې چې د خلکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی ومومي او حکومتي مالي ملاتړ بند کړي.
وارن د نورو جزئیاتو ورکولو پرته لیکلي: "موږ باید خپله ټوله هڅه وکړه چې ددې کار مخالفت وکړو او خلک وژغورو."
فورم \ دبحث خونه