د لاس رسي وړ اتصالات

یوایس ایډ: د څوارلس ولایتونو روغتونونو د زیږون د څانګو سره مرستې کوو


ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې لا هم د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیايي هیوادونو کې تر ټولو لوړه ده.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې لا هم د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیايي هیوادونو کې تر ټولو لوړه ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې اداره (یو ایس ایډ) وايي چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د زیږون د خوندیوب لپاره د هڅو په لړ کې یې د ۱۴ ولایتونو ۱۵ روغتونونو او ۳۰ روغتیايي مرکزونو کې د زیږون د خوندیوب پروګرامونه پلي کړي دي.

د امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ نومبر۲۲(قوس دوېیم) د ایکس په پاڼه لیکلي چې د افغانستان د روغتیا د سکټور سره دا مرستې د (MSH) او د میندو د روغتیا د نوښت لپاره د اتحاد د پروګرام د غیر دولتي ادرو له لارې پلي کیږي.

یو ایس ایډ ویلي: "د خوندي زیږون د هڅولو لپاره، موږ د (MSH) له لارې او د میندو په روغتیا کې د نوښت لپاره د اتحاد پروګرام په چوکاټ کې د ۱۴ ولایتونو په ۱۵ د ولسوالیو په کچه روغتونونو، او ۳۰ روغتیایی مرکزونو کې د خوندیتوب کڅوړې پلي کړې. دا نوښت د خوندیتوب طریقي او د روغتیایی مرکزونو چمتووالي زیاتوي".

ددې دمخه د امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې ( USAID) د نومبر په ۲۰ (لړم ۳۰) ویلي وو، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د خوندي زیږون لپاره د هڅو په ترڅ کې يې په کابل کې د قابلو تر څارنې لاندې ددغې ادارې په ملاتړ دوېیم زیږنتون پرانیستی دی.

یو ایس ایډ ویلي: "د ۲۴ قابلو او دریو څارونکو سره، دا زیږنتون په دریو نوبتونو کې فعالیت کوي، هره ورځ ۳۰-۲۰ زیږونونه ترسره کوي، سیمه ییز روغتونونو باندې فشار کموي او قابلو ته فرصت برابروي چې په پیچلو قضیو تمرکز وکړي".

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې لا هم د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیايي هیوادونو کې تر ټولو لوړه ده. ملګرو ملتونو ویلي چې چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په افغانستان کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونشي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د وګرو صندوق د یو راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مورد امیدوارۍ او زیږون پر مهال د علاج وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د امریکا متحده ایالاتو له کابل څخه د قطر پایتخت دوحې ته د خپل سفارت د انتقال وروسته هم د امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې له لارې په دغه هیواد کې د غیر حکومتي ادارو په مرسته خپل پروګرامونو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

دغې ادارې ویلي چې د د ۲۰۲۴ په اپریل کې یې د ۱۵ خصوصي کلینیکونو له لارې د تشخیصي او امیدوارۍ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره روغتیايي پروګرام پیل کړی دی، چې ترڅ کې یې په افغانستان کې روغتیا په سکټور کې پرمختګ راوستی دی.

یو ایس ایډ ویلي: "د ۱۲۳۶ کارکونکو (۴۰۲ ښځې) سره، کلینیکونو تر اوسه ۳۰۳۴۳۴ تشخیصي او ۴۴۸۵۳ نور خدمات وړاندې کړې چې ۷۷.۷۹ یې ښځو ترلاسه کړي".

همداشان یو ایس ایډ ویلي چې په افغانستان کې د واحدې روغتیا د پروګرام د یوې برخې په توګه د خطرونو خبرتیا او ټولنیز ګډون د روغتیا د نړیوال سازمان د عفوني ناروغیو په اړه په ځانګړي ډول د کانګو د وینې بهیوونکې تبې، د هغې د انتقال د طریقو اود مخنیوي مهمو تدابیرو په اړه د خلکو د پوهاوې د زیاتولو لپاره په افغانستان کې د ټولنیزو کارکوونکو ډلې چمتو کړي دي، چې په پایله کې یې د۱۶ زره کورنیو څخه ۱۱۰ زره کسان د خطرونو د خبرتیا او ټولنیز مشارکت په فعالیتونو کې شامل شوي دي.

دغې ادارې ویلي :" د پوهاې او مخنیوي پیغامونه چې تراوسه د رسالې او معلوماتي پاڼو له لارې خپاره شوي، خلکو ته ددې فرصت برابر کړی چې د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره لازم ګامونه پورته کړي".

همداشان یوایس ايډ ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې اتو سیمه ییزو لابراتوارونو سره مرسته کوي، ترڅو د څیړنو په ترڅ کې راټولو شویو نمونو په معاینه کولو سره د ساري ناروغیو خپریدل تائید کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې دغو لابراتوارونو کې شاوخوا ۵۰۰ زره نمونې ازمویل شوي چې د ناروغیو د خپریدو د مدیریت په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG