د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې مذهبي ازادي په بد وضعیت کې ده - راپور


په نړۍ کې د مذهبي ازادیو دپاره د امریکا کمیسون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې مذهبي ازادي په بد وضعیت کې ده.

ددې کمسیون له لوري په کلني راپور کې چې پرون سه شنبې ۲۳ اګست (وږي لمړۍ) خپور شو، ویل شوي چې طالبان د خپلې پخوانۍ دورې په څېر واکمني کوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ژمنو سره سره، طالبان نه‌دي توانېدلي چې مذهبي او قومي لږکي خوندي وساتي.

د مذهبي ازادیو په اړه پدې کلني راپور کې ویل شوي چې، د تېر کال اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته یې، په خپل تصور د سني فقهې محدود تفسیر تحمیل کړی چې مذهبي ازادۍ او هغو ټولو افغانانو ته لوی تهدید پيښوي چې دا ډول تفسیر نه مني.

په راپور کې ویل شوي: "د طالبانو سخت دریځه مذهبي تفسیر د هغو لږکیو، ښځو، او د همجنسبازو افغانانو له مذهبي ازاديو سرغړونه ده چې د اسلام نه بل ډول معنا او تفسیر لري."

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې دا راپور رد کړی او ویلي يي دي چې د دوی له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې مذهبي ازادي پیاوړې شوې ده.

د مذهبي ازادیو په اړه پدې راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې مذهبي لږکي د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي، خو یو شمېر نور یې د غچ اخستنې له وېرې د خپلې عقیدې پټولو ته اړ شوي دي.

د پخواني حکومت چارواکی حلیم فدايي وايي، د طالبانو په حاکمېد سره په افغانستان کې نه یوازې د نورو آدیانو او مذهبونو دیني او عقيدوي آزادي ځپل شوې بلکه په "اهل سنت والجماعت" کې د شاملو ډلو د پیروانو آزادي هم سلب شوې ده.

ښاغلي فدايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې هغو بریدونو ته په اشارې چې مخور دیني عالمان پکې په نښه شوي دي، وویل: "حتی هغوی ته هم د دښمن په سترګه ګوري او هغوی هم مجبور شوي دي چې وطن پرېږدي".

حبیب خان، د افغانستان د اهل هنود غړی او د مدني حقونو مدافع وايي، په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو پر عبادتځایونو باندې خونړیو بریدونو ته په کتو سره، هغه ته دا وخت په افغانستان کې د عقیدې آزادي "هیڅ مفهوم او معنی نلري".

د امریکا د مذهبي ازادیو کمیسیون، چې خپلواکه ارزونه کوي، د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ته د ۲۰۲۲ کال په راپور کې افغانستان مشخص کړی او د طالبانو د تېرې یوې کلنې واکمنۍ لاندې په مذهبي ازادیو کې په ځانګړي ډول د سیستماتیکې مداخلې او شدیدو سرغړونو یادونه يې کړې ده.

په تازه راپور کې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو په اړه د اندېښنو ترڅنګ، د طالبانو اوسنی رژیم د بشري حقونو په نقض او ښکاره سرغړونو هم تورن شوی دی.

XS
SM
MD
LG