د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې یا (یو اس سي آی اس) وایي د امریکا د کډوالۍ ادارو په جزوي ډول د ځینو پناه غوښتونکو د درول شویو غوښتنلیکونو بهیر بیا پیل کړی دی. دغه اداره د هغو پناه غوښتونکو دوسیې بیا ارزوي چې هیوادونه یې د لوړ خطر په توګه نه دي په ګوته شوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت یو ویاند د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پدې اړه یې لا نور توضیحات غوښتي و وویل چې "د هغو هېوادونو لپاره چې د لوړ خطر په توګه پېژندل شوي دي د ویزو د ځنډونې پریکړه لا پر ځای ده" او زیاته یې کړه چې اداره هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د ویزو غوښتونکي "په پوره ځیر او دقت سره تر لوړې کچې پورې وارزول شي او وپلټل شي."
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې د مارچ په ۳۰ اعلان وکړ چې دا به د "ټیټې کچې د ګواښ" هېوادونو څخه د هغو وګړو غوښتنلیکونه او دوسیې په جزوي ډول بیا وڅېړي چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر له یوې خونړۍ پېښې نه وروسته ورباندې بشپړ بندیز لګول شوی و.
افغانستان د هغو ۱۹ هېوادونو له ډلې څخه دی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست د ۱۰۹۹۸ نمبر اعلامیې له مخې پرې بشپړ بندیز لګېدلی دی. دا بندیز د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نافذ شوی دی.
دا پریکړه پر هغو هېوادونو تطبیقېږي چې د امریکا د حکومت په اند د ارزونې او پلټنې بشپړ معیاري بنسټونه نه لري. د بشپړ بندیز په کټګورۍ کې د دغو هېوادونو د وګړو لپاره د ویزو ټول ډولونه لکه سیاسي پناه اخیستنه ګرین کارت، د کار جواز، او ځانګړې کډوالۍ ویزې ټول پکې شامل دي.
د کورني امنیت د وزارت یوه چارواکي وویل: "د لوړ خطر هېوادونو لپاره د ویزې د ورکړې ځنډ لا هم پر ځای دي. او افغانستان له همدغو هېوادونو څخه یو ګڼل کیږي."
اوسنی بندیز د افغان وګړو د کډوالۍ پر بېلابېلو پروګرامونو اغېز کوي. په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، قراردادیانو یا نورو دندو په برخه کې کار کړی و. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا بندیز به کله پای ته ورسېږي.
دا بندیز وروسته له هغه ولګېد چې رحمانالله لکنوال، یو افغان تبعه چې په ۲۰۲۱ کال کې ( ملګرو ته د ښه راغلاست ) په نوم د پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و او وروسته د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې ورته پناه ورکړل شوه، پر هغه باندې د نومبر په ۲۶ نېټه سپینې ماڼۍ ته نږدې د لوېدیځې ورجینیا د ملي ګارد پر دوه و غړو د ډزو تور ولګېد. په دې پېښه کې ۲۰ کلنه سارا بیکستروم ووژل شوه او ۲۴ کلن انډریو وولف سخت ټپي شو. لکنوال پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
په جلا پېښه کې، یو بل افغان نصیر احمد توحیدي اعتراف کړی چې د داعش سره د ملاتړ د برابرولو او د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید د پلان په جوړولو کې ښکېل و.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره اوس مهال له ۱.۴ میلیون څخه د زیاتو کسانو د پناه غوښتنې دوسیې له ځنډ سره مخ دي چې دا د ادارې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د شمېرو له مخې یو تاریخي لوړ شمېر ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه