د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ومنله چې موصل کې په ملکیانو ایتلافي ځواکونو برید کړی


عراقي ځواکونه وايي په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي
تصویر: ارشیف
عراقي ځواکونه وايي په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي تصویر: ارشیف

امریکا چارواکي وایي د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د موصل ښار په هغې سیمې بمباري کړې ده چې د اسلامي دولت د ډلې په لاس کې ده.

ځینو ځايي اوسیدونکو او چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې شاید په دغه برید کې برید څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي وي. دغه برید د مارچ په ١٧ د موصل ښار په الجادیده ولسوالۍ کې شوی دی.

دموصل ښاروال عبدالستار چې د ژغورنې د عملیاتو څارنه کوي وايي د ٢۴٠ کسانو مړي یې د نړېدلیو ودانیو څخه ایستلي دي. له دې مخکې ځايي چارواکو اټکل کړی و چې شاید په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ١٣٠ تنه وي.

ځینې ځايي اوسیدونکي وايي چې ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې یو ګاډی په نښه کړی چې په چاودیونکو توکیو بار و. د امریکا د پوځ چارواکو ویلي چې دوی په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو هم په دې پیښې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د امریکا لخوا دغه برید د تایید ورسته د عراق حکومتي ځواکونو د موصل ښار د لویدیځې سیمې له بېرته نیولو وروسته هلته روان عملیات وځنډول چې ملکیانو ته ډېر زیان ونه رسیږي.

په داسې حال کې چې د موصل ښار د نیولو جنګ زور اخیستی دی، تر اوسه لا هم شاوخوا نیم ملیونه کسان د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې بند دي.

XS
SM
MD
LG