د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجوایي د پیښې تورن عسکر ملزم وګڼل شو


د امریکا پوځ په هغه عسکر باندې چې د کندهار په ولایت کې د 17 ملکي افغانانو د وژلو تور پرې لګیدلی ؤ، پرون د جمعې په ورځ د 17 قتلونو په تور ملزم وګڼل شو.

د امریکا د پوځ پدغه خوردضابط باندې 17 مورده د مخکي نه د پلان شویو وژنو تور لګیدلی دی او امکان لري چې د مرګ سزا ورته واورول شي. په خوردضابط رابرت بیلز باندې دغه تورونه پرون د جمعې په ورځ ولګول شول.

په خوردضابط رابرت بلیز باندې دا تور دی چې د همدې میاشتې په 11 مې نیټې یې د کندهار په ولایت کې 17 تنه ملکي خلک وژلي. د پیښې ځیني عیني شاهدانو ویلي دي چې بلیز دغه کسان په چاقو وژلي، ځیني یې په ډزو ویشتلې او هم یې د ځینو مړیو ته اور اچولی دی. په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د خوردضابط مدافع څارنوال جان هینري براون چې څو ساعته یې د خپل مؤکل سره خبرې کړې وې، په روانې اونۍ کې یې دهغه د وضعې په اړه خبریالانو ته داسې وویل:

" خوردضابط بیلز د پیښې د شپې د مازدیګر د وخت ځیني شیان په یاد لري او هم دا چې د پیښې نه وروسته څه وشول خو دا چې د دغو دواړو وختونو تر منځ څه پیښ شویدی، هغه پدې اړه هیڅ هم په یاد نلري. "

د امریکا د زیات شمیر پوځیانو په شان خوردضابط رابرت بیلز هم څو څو ځله په تیرو لسو کلونو کې جګړې ته استول شوی ؤ. هغه څلور ځله عراق ته د پوځي دندې لپاره تللی ؤ چې په څلورم ځل ورته دماغي صدمه هم رسیدلې وه. د خوردضابط بیلز د دې عمل اوس دا پوښتنې راولاړې کړیدي چې جګړه په یوه پوځي باندې څومره فشار راوړي.

د افغانستان ولس چې د بګرام په هوایي ډګر کې د قرآنکریم د نسخو په غیرې عمدي سوځولو باندې لا د مخه سخت په قهر او غضب ؤ، د کندهار پیښې یې نوره هم غصه ورزیاته کړه.

د خوردضابط د قضیې له وجې د افغانستان او امریکا اړیکې هم یو څه ترینګلې کړیدي. افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا عسکرو نه چې تمه کیږي دوه کاله نور به هم هتله تیروې، په ټینګه غوښتلي دي چې د افغانانو کیلو او بانډو ته دې نه ورځي.

خوردضابط رابرت بیلز اوس مهال د کانزاس په ایالت کې په پوځي زندان کې بندي دی او دیته انتظار باسي چې کله به محکمه د هغه په اړه پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG