د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د اتو کسانو په وژلو تورن اوزبیک د مرګ له سزا سره مخامخ دی


سره لدې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ژمنه کړې چې په ټول هیواد کې په فدرالي جرمونو کې د مرګ سزا پای ته ورسوي خو حکومت ښایي د اوزبیکستان د یو اوسیدونکي لپاره د مرګ سزا لپاره په محکمې کې دلایل ووایي چې نږدې نیمه لسیزه وړاندې یې په نیویارک کې اته تنه وژلي وو.

د منصفه هیت یوې دولس کسیزې ډلې تیره میاشت سیفلو سایپوف د ترهګرۍ په ټولو تورونو کې مجرم وباله او اوس به پریکړه کوي چې آیا هغه د ټول عمر لپاره بندي او یا اعدام شي.

سایپوف چې اوس ۳۵ کاله عمر لري، د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر د میاشتې په ۳۱ مې یې د نیویارک ښار د منهټن په سیمه کې یوه ډله خلک په لارۍ موټر ووهل، اته تنه یې ووژل او ۱۲ نور یې ټپي کړل. پولیسو وروسته هغه وویشت او وژندی یې ونیوه.

دا پیښه په نیویارک کې د ۲۰۰۱ کال ترهګریزونو بریدونو څخه وروسته چې د القاعده شبکې غړیو نړیوال سوداګریز مرکز سره الوتکې وجنګولې، تر ټولو خونړی برید و.

سایپوف چې په ۲۰۱۰ کال کې متحده ایالاتو ته تللی ادعا کوي چې دا برید یې د اسلامي جهادي ډلو په نامه کړی و او خپل ځان یې د جهادي ډلو سرتېری یاد کړی. هغه د محکمې په جریان کې پخپلې کړنې هیڅ ډول پښیماني ونه ښوده.

د دې پیښې څخه وروسته د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ ویلي وو چې سایپوف دې په سمدستي توګه اعدام شي او د عدلې وزارت هم په لومړي سر کې د همدې ډول سزا غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG