د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان د افغانستان سره دنورو هیوادونو څخه د مرستې غوښتنه وکړله


د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو مرستې چې ټاکل شوې د ازبکستان د لارې افغانستان ته یوړل شي.
د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو مرستې چې ټاکل شوې د ازبکستان د لارې افغانستان ته یوړل شي.

پداسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي موسم نږدې کیدونکی دی او نړیوالو ادارو وار د مخه د بشري ناورین د پیښیدو خبرداری ورکړی، د افغانستان ګاونډي هیواد ازبکستان د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د همدې اوونۍ په سر کې په تاشکند کې په یوې غونډې کې وویل، " هلته (افغانستان) کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغان ولس سره د مرستو په خاطر خبرو ته نه بلکې جدي اقداماتو ته اړتیا ده".

ازبکستان د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او هیوادونو لخوا د بشري مرستو رسولو په خاطر خپلې پولې پرانیستې دي او د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستو سازمانونو ته اجازه ورکوي چې د دې هیواد د هوایي ډګرونو، ریل ګاډو پټلیو، او تر ټولو مهمه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د آمو دریاب پر سر د ملګرتیا د پله څخه افغانستان ته د مرستو رسولو لپآره کار واخلي.

د ازبکستان یو سمیه ایز والي امریکا غږ ته پدې هکله وویل چې "سوله ایز، په سیاسي لحاظ ثابت او د اقتصاد له پلوه نیکمرغه" افغانستان غواړي.

د سرخندریا والي تورا بوبولوف زیاته کړه چې تازه یې اته ځلې افغانستان ته سفر کړی او وایي چې داسې یو هیواد یې ولیده چې رهبرۍ او نظم ته سخته اړتیا لري.

ازبکستان د افغانستان سره تقریباً ۱۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لري خو په ستراتیژیک لحاظ دا ډیره مهمه پوله ده. په افغانستان د شوروي یرغل وخت ترمز مهم نظامي مرکز و او په افغانستان کې امریکایي ځواکونو هم د غیرې پوځياکمالاتو لپارهد همدې سیمې نه کار اخیسته.

ازبیک چارواکي وایي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ اوسنی حکومت د اعتبار وړ همکار بولي او د ګډو ګټو په خاطر د ګاونډیو هیوادونو تر منځ په دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کوي.

ښاغلی بابلوف وایي چې د افغانستان د لارې بې پایه اقتصادي فرصتونه شته دي او زیاتوي چې پدې هکله په منظمه توګه د طالبانو سره خبرې کوي.

هغه زیاته کړه، "مونږ د جنوبي آسیا د لارې غواړو نړۍ ټه لاسرسی ولرو او هغوي زمونږ خدمات او مالونه غواړي. د امنیت په هکله د ژورو اندیښنو سره سره، مونږ د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره پراخ امکانات وینو".

XS
SM
MD
LG