د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان او پاکستان د «ترانس افغانستان» د اورګاډي د پټلۍ په پروژې غږېدلي 


افغانستان د اورګاډي پټلۍ
افغانستان د اورګاډي پټلۍ

د طالبانو حکومت وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د «ترانس افغانستان» د اورګاډي د پټلۍ جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

د باختر اژانس، چې د طالبانو د حکومت تر څار لاندې کار کوي، په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو د حکومت «د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ظفر زمان رانجا سره يې وکتل....... د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند مفصل بحثونه وشول.»

د راپور په اساس دواړو خواو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. د اورګاډي د دغې پټلۍ کار، چې له مزار څخه تورخم ته غځېږي، د مخکني حکومت په مهال په ۲۰۱۸ کې پیل شو.

که دا پروژه بشپړه شي، د مرکزي اسیا هېوادونه به له دې لارې پاکستان او بیا له هغه ځای څخه د هند اوبو ته لاره ومومي.

د باختر اژنس راپور وايي: «پاکستاني لوري څرګنده کړه، چې دوی تخنيکي مطالعاتو ته د چمتووالي ترڅنګ، تعهد لري، چې له ازبيکستان هېواد سره په ګډه د تخنيکي مطالعاتو لګښت ورکړي.»

دا پټلۍ ۵۷۳ کیلو میتر اوږده ده او د اټکل له مخې نژدې ۴.۸ میلیارد ډالر لګښت پرې راځي، پاکستان داسې مهال د دغې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو د لګښت ژمنه کړې ده چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.

د عمران خان په وخت کې د پاکستان حکومت له نړیوال بانک څخه د دغې پروژې لپاره ۴.۵ میلیارد ډالر پور اخیستی و.

د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان، پاکستان او چین روابط ښه شوي دي او دواړو هېوادونو له نړیوالو غوښتي دي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

XS
SM
MD
LG