د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ځینې لرې پرتو کلیو ته د پولیو واکسیناتوران نه ورځي


چارواکي وايي، د واکسین په هره دوره کې د فراه ولایت زیات شمیر لرې پرتو کلیو ته واکسیناتوران نه دي ورغلي
چارواکي وايي، د واکسین په هره دوره کې د فراه ولایت زیات شمیر لرې پرتو کلیو ته واکسیناتوران نه دي ورغلي

که څه هم په تېرو دوو اونیو کې په پرله پسې توګه په فراه کې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شوي، چې د دوهمې اونۍ پنځه ورځنۍ کمپاین لا تر اوسه روان دی، خو د فراه ولایت ځینې ولسوالان په لرې پرتو کلیو کې د پولیو پر ناسم تطبیق اندیښنه څرګندوي.

د فراه بالابلوک ولسوال مولوې سید محمد وایي، که څه هم پدې ورستیو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوپ وسله والو طالبانو د پولیو واکسین پر وړاندې له مخالفت څخه لاس اخیستۍ، خو په وینا يې خپله واکسیناتوران د واکسین په تطبیق کې ناغیړي کوي.

هغه زیاتوې، د واکسین په هره دوره واکسیناتوران د بالابلوک ولسوالۍ یو زیات شمیر لرې پرتو کلیو ته نه دي ورغلي.

هغه وایي" خلکو راته ویلې چې واکسیناتوران د دوی کلیوته د واکسین لپاره نه ورځي او ماشومان یې نه واکسینوي، پداسې حال کې چې دوې باید ټوله ولسوالې د واکسین تر پوښښ لاندې نیولي وای، خو دوی یوازې نږدې کلیو ته ورځي ".

د فراه په بلې نا امنه ولسوالۍ ګلستان کې هم پر ورته ستونزې اندیښنې راپورته شوې دي.

د فراه ولایت د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وایې، د لرې پرتو کلیو ماشومانوته د پولیو واکسین څاڅکي د واکسین کوونکو ټیمونو لخوا تر خارو لاندې کېږي، د فورمو په ډکولو سره د عامې روغتیار ریاست ته ناسم رپوټ واړاندې کیږي.

د هغه په وینا، د پولیوکمپاین په هره دوره کې د ګلستان ولسوالۍ یو زیات شمیر ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم پاتې کیږي.

هغه وویل" وسله وال طالبان د واکسین سره کوم مخالفت نلري، خو پخپله واکسیناتوران ځینو کلیو ته نه ورځي او یو شمیر لرې کلي په هره دوره کې د پولیو له واکسین څخه پاتې کېږي، او داستونزه خو له اوله په ګلستان ولسوالۍ کې شتون لرله".

په همدې حال کې د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالجبار شایق ددغو ولسوالانو ادعاوې ردوي او وایې، د پولیو واکسین په هر دور کمپاین کې واکسیناتوران د عامې روغتیا چارواکو او اړوندو مرستندویه موسسو تر جدې څارنې لاندې دي، او د فراه ټولو ماشومانو ته یې په سمه توګه واکسین رسولی دی.

هغه وایي "ولسوالان عمومي خبره کوې چې د بالابلوک ولسوالی په هرکې کلي کې واکسین نه تطبیقیږي، د ګلستان ولسوالې په ګنج اباد کلي کې واکسین نه تطبیقیږې، پداسې حالکه چي دا خبره موږ ته د منلو وړ نده، همدا اوس هلته کمپاین دوام لري، موږ په جریان کې د کمپاین مانیتورینګ لرو، ، د مرکز له لورې مانیتورینګ لرو، کیدايي په شي یوه دوره کې یو ماشوم یا یوه کورنۍ پاتې شي، خو هغه هم ډیر جزی دي".

د یادونې وړ ده چې ددې ولایت په پنځه نا امنه ولسوالیو کې د پیل نه بیا تر اوسه د پولیو واکسین پر ناسم تطبیق د ولسوالانو او د فراه ولایت یو شمیر اوسیدونکو له خواه اندیښنو شتون لري.

خو روغتیایي چارواکي بیا وایي، دوی تل هڅې کړي چې د پولیو واکسین څاڅکي ټولو ماشومانو ته په خپل وخت ورورسوي.

XS
SM
MD
LG