د لاس رسي وړ اتصالات

ونس او روبیو د وینزویلا د تورن مشر د نیولو هرکلی وکړ


 متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وینزویلا د مشر نیکولاس مادورو د نیول کېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې په متحدو ایالتونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور تر قانوني تعقیب لاندې دی.

ونس د شنبې په ورځ، د جنورۍ درېیمه، د ایکس په ټولنیزې شبکې په یوه پوست کې ولیکل:
«ولسمشر [ټرمپ] بیلابیل وړاندیزونه یې وړاندې کړل، خو په دې ټول بهیر کې ډېره روښانه وه: چې د نشه‌یي توکو قاچاق باید ودرول شي او غلا شوي نفت باید متحدو ایالتونو ته بېرته راوګرځول شي. مادورو وروستی کس دی چې په دې پوه شو چې ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو ولاړ دی.»

د ټرمپ مرستیال په دې پوسټ کې د امریکایي ځواکونو د «زړورتیا» ستاینه کړې او هغوی ته یې د «ریښتیا هم د بیسارو عملیاتو» د ترسره کولو مبارکي ورکړې ده.

جي‌ډي ونس خپلو منتقدانو ته یادونه کړې چې نیکولاس مادورو په متحدو ایالتونو کې د نشه‌یي توکو د ترهګرۍ په تړاو له څو تورونو سره مخ دی.

ونس په خپل پیغام کې زیاته کړه: «تاسو نشئ کولی چې یوازې د دې لپاره چې په کاراکاس کې په یوې ماڼۍ کې ژوند کوئ، په متحدو ایالتونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق له امله د عدالت له منګولو څخه وتښتئ.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د شنبې سهار د ایکس په یوه پوسټ کې د مادورو د نیول کېدو په غبرګون کې ولیکل:

«مادورو د وینزویلا ولسمشر نه دی او د هغه رژیم مشروع حکومت نه دی.»

د روبیو په پیغام کې راغلي: «مادورو د “کارتل لس د سولیس” مشري کوله او د نشه‌یي توکو د قاچاق له امله په متحدو ایالتونو کې تر قانوني تعقیب لاندې دی.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په سهار، د جنورۍ درېیمه، اعلان وکړ چې مادورو او د هغه مېرمن، د وینزویلا او د دې هېواد د مشر پر ضد د متحدو ایالتونو له لوري د پراخ برید نه وروسته، نیول شوي او له وینزویلا څخه ایستل شوي دي.

د متحدو ایالتونو لویې څارنوالې پام بانډي اعلان وکړ چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس د نیویارک په سویلي ناحیه کې د نشه‌یي توکو د ترهګرۍ او د کوکایینو د واردولو د دسیسې، او د نورو تورونو په تړاو تورن شوي دي.

بانډي زیاته کړه چې مادورو او د هغه مېرمن به «ډېر ژر د امریکا په خاوره کې او د متحدو ایالتونو په محکمو کې د امریکايي عدالت له بشپړ قهر سره مخ شي.»

مادورو له ۲۰۱۳ کال راهیسې، د وینزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاویز تر مړینې وروسته، واک په لاس کې درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG