د لاس رسي وړ اتصالات

 د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس هنګري ته تللی

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د هنګري له لومړي وزیر سره د خبري کنفرانس پرمهال.
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د هنګري له لومړي وزیر سره د خبري کنفرانس پرمهال.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس، د هنګري د پارلماني ټاکنو په درشل کې دغه هیواد ته د اقتصادي خبرو لپاره سفر کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د سې شنبې په ورځ د اپریل اوومه هنګري ته تللی چې له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره خبرې وکړي. ونس وویل چې په دې خبرو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې شاملې وي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوېده د راتلونکې یکشنبې په ورځ په دغه هیواد کې پارلماني ټاکنې وشي، او اوربان هڅه کوي خپل واک نور هم وغځوي.

ونس د بوداپست په ښار کې له اوربان سره په ګډې خبري غونډه کې وویل چې دواړه هېوادونه "په اقتصادي برخه کې ډېرې همکارۍ لري، او په هنګري کې د امریکا له خوا ډېرې پانګوونې شوې دي."

اوربان د ونس سفر "یو ښه فرصت" وباله چې دواړه لوري خپل نظرونه او د نړیوال سیاسي وضعیت په اړه خپل درک سره تبادله کړي.

اوربان اروپايي ټولنه په دې تورنه کړې چې د هنګري په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې دلاسوهنې هڅه کوي.

پیټر ماګیار، چې د اوربان د ګوند د تر ټولو لوی سیال سیاسي ګوند مشري کوي، هم د بهرني نفوذ په اړه خبرداری ورکړ. هغه د سې شنبې په ورځ په ټولنیزې رسنۍ ایکس کې وویل: "د هنګري تاریخ په واشنګټن، مسکو یا بروکسل کې نه لیکل کېږي ، بلکې د هنګري په کوڅو او میدانونو کې لیکل کېږي."



فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG