د لاس رسي وړ اتصالات

واسو موهن: ځوانان د افغانستان آېنده جوړوي


واسو موهن په واشنگټن کې د انتخاباتو د سیستم لپاره د نړۍ وال بنسټ (IFES) د آسیا د سیمی د رئېس مرستیال دی.
واسو موهن په واشنگټن کې د انتخاباتو د سیستم لپاره د نړۍ وال بنسټ (IFES) د آسیا د سیمی د رئېس مرستیال دی.

واسو موهن وايی: د ښځو لپاره په ولسي جرگه، مشرانو جرگه او ولایتی شوری گانو کې چوکۍ اختصاص شوېدي؛ دا ډېر ښه لومړی قدم دی چی په افغانستان کې اخیستل شوېدی او د ښځو لپاره په آېنده کې، د پراخی ونډې اخېستنې لپاره شرایط برابروي.

دامرېکا غږ داشناراډېوهمکار نسېم ستانېزي، له ښاغلی موهن سره په راتلونکېو انتخاباتو کې د ښځو او ځوانانو د برخې اخېستنی په باب مرکه کړېده. د مرکې غږ او متن دواړونه استفاده کولی شئ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00
مستقیمه لیکه

واسو موهن ددې پوښتنی په ځواب کې چې ستاسی په نظر دا اوسنی انتخابات له پخوانېو نه چې د تقلب او ټگۍ برگی له ستونزو او ادعاگانو سره مخامخ وو څه توپېرلري.
ښاغلی مؤهن ددې انتخاباتو د قانونېت په مسله او دا چی ددې انتخاباتو ټول بهېر دافغانانو له خوانه جوړشو ی دی، ډېر ټېنگار وکړ او داسی ېې وویل:"... په دې چې غور وکړو چی دا انتخابات څنگه له پخوانېو نه مختلف دي، په دری ټکېو کې ېې بیانولی شو.
اوله خبره داده چې په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چی قدرت به پکې په دېموکراتېکه توگه انتقال شي.

دوېمه خبره داده چې انتخابات به ېو داسی قانونی چوکاټ کې وشی چې په پارلېمان کې دېو قانونی بهېر په واسطه تاسیش شوي اومنظورشوي دی. نظردېته چې د جمهوری رېاست په فرمان باندې وشی لکه څنگه چې پخوا داکار شوی وو.

درېمه خبره داده چې دانتخاباتو خپلواک کومیسېون او دانتخاباتو د شکاېاتو مستقل کومیسیون دواړه داېمی اداری دی چی دانتخاباتو د چارو د سمون لپاره تشکېل شوېدی. په تېرو انتخاباتو کې د انتخاباتو د شکاېاتو کومیسیون ېوه موقتی اداره وه. له انتخاباتو نه مخکې تاسیس شوه ا و وروسته له انتخاباتو نه بنده شوه.
بله مهمه خبره داهم ده چې د انتخاباتو ټول کار کوونکی افغانان دی او دا ټول بهېر به دافغانانو له خوانه اداره کېږی پخوا د انتخاباتوپه ادارو کې بهرنېان هم شامل وو. دا ډېره مهمه ده.

ښاغلی واسو موهن افغانستان ېوه عنعنوی ټولنه ده خو سره له دې هم هڅه کوی چی د ښځو ونډه د ټولنی په ټولو برخه کې زېاته شی، په تېره په انتخاباتو کې او په حکومت کې، تاسی په دې برخه کې څه بدلون لېدلی دی؟ ېعنی دا چې حکومت ېا د انتخاباتو کومیسیون کوم فوق العاده کار کړېدی چې د ښځو ونډه زېاته کړی شي ؟

ښځې لږ تر لږ له درو خنډونو سره مخامخ دي

واسو موهن داسی وویل :".. تاسی ته معلومه ده چې دهغو ښځو شمېر چې د ولاېتی شوری گانو لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلی تر دری سوونه زېات دی، د ولسمشر د مرستېا ل په توگه هم ېوه ښځه کاندیده ده. په دې توگه په انتخاباتو کې د ښځو ونډه شته ده، خو پکارده چې دا برخه اخېستنه نوره هم وهڅول شی. چې انکشاف وکړی او ېو شمېر خنډونه چی ښځې ورسره مخامخ دی هغعه له منځه ولاړشی چی ښځې دکاندیدانو په توگه برخه واخیستلی شی. په دغو خنډونو کې امنېتی خنډونه ، کلتوری خنډونه او ېوشمېر مالی خنډونه هم د ښځو لپاره موجود دی او له دېنه ېې اېساروی چې په آزادانه توگه اوپه موثره توگه په ټولنه کې برخه واخلی.

ښاغلی موهن زېاتوی څومره چې ممکنه وی پکارده دا خنډونه لیری کړی شی البته په دې کې به ېوشمېر موانع په کمه موده کی له منځه ولاړې شی او ېو شمېر نورې موانع داوږدې مودې لپاره هڅې غواړی.

موږ په دې هم پوهېږو چې د ښځو لپاره ېوشمېر چوکۍ په پارلېمان کې او سنا کې اختصاص شوېدی. زه ویلی شم چې دا ډېر ښه لومړنی قدم دی چی په افغانستان کې اخیستل شوېدی او د ښځو لپاره په آېنده کې د پراخی ونډی لپاره شرایط برابروی. مهمه خبره داده چې سروې څرگندوی چې ښځې ډېرې دېته لېوالی دی چی په انتخاباتو کې ېا دکاندید او ېا د رای ورکوونکېو په توگه برخه واخلی. په دې توگه موږ د افغانستان حکومت، امنېتی اداری او نړۍ واله ټولنه دېته هڅوو چې په خپل اختېار کې له هرڅه نه کار واخلی چې دښځو د لازېات گډون لپاره شرایط برابر کړي.

پکار ده ځوانان د مشرتابه د نقش لپاره وروزل شي

له واسو موهن نه بله پوښتنه د ځوانانو په برخه کې وه، په انتخاباتو او نورو ټولنېزو او سیاسی چارو کې دهغو ی زېاته برخه اخېستنه ، افراطېت کمولی شی، ترهگري کمزوری کولی شی او د ا ېنده افغانستان لپاره د امید په ستره منبع گربدلېدلی شی. ستاسی په نظر حکومت باېد څه کړي وای ېاېې کړېدي چې هغوی ته د پراخ گډون زمینه برابره کړي. ؟
واسو موهن وویل چې ما د پوهنتون له ځوانانو سره د بحث اومباحثې په ېوه پروگرام کې کار کړیدی، هلته ما ولیدل چې په ځوانانو کې د اېنده لپاره، خوشبینی ، امیدونه او د برخی اخېستلو شوق زښت ډېر زېات و. همدارنگه دهغوی برخه اخېستنه په سیاسی او ټولنېزو پروگرامونو کې زېاته وه.

واسو موهن وویل:".. ځوانان دافغانستان آېنده جوړوي، هغوی دېته لېوال دی، او هغوی په کې برخه اخلي، زه فکر کوم چې حکومت ، مدنی ټولنی او خصوص سکتور باید په خپل قدرت کې هرڅه وکړي چې ځوانان راوبولي. نه ېوازې د گډون کوونکېو په توگه بلکه هغوې په کې فعاله برخه واخلي، او پکې دخیل وي. ېعنی د مدنی اصولو د ښوونېکو او د ا نتخاباتو د مامورانو په توگه اوهمدارنگه د څارونکېو په توگه په انتخاباتو کې برخه واخلی. ځکه زه بېا هم واېم چې دافغانستان آېنده دهغوی ده، پکارده چې دهغوی غږ د خپلې ټولنی په سمون او پرمختگ کې واورېدل شی. پکارده چې هغوی دېته وهڅول شی چې دمشرتابه نقش پکې ولري.

یادونه:
د واسو موهن او د (ifes) د کار په برخه کې دنور معلومات لپاره او د افغانستان د انتخاباتو په برخه کې د پوښتنو او ځوابونو لپاره لاندې پته کېکاږلی شئ.
XS
SM
MD
LG