د لاس رسي وړ اتصالات

مدورو د نویو ولسمشریزو ټاکنو غوښته رد کړله


پامپیو له هغو هېوادو چې د ونزوئلا د اپوزسیون ملاتړ کوي، وغوښتل چې د مدرو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه ختمه کړي.
پامپیو له هغو هېوادو چې د ونزوئلا د اپوزسیون ملاتړ کوي، وغوښتل چې د مدرو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه ختمه کړي.

څو ورځې وروسته له هغه چې د ونزوئلا د حکومت سیاسي مخالف ٣٥ کلن خوان گوایډو ځان د هیواد موقت ولسمشر اعلان کړ د دغه هیواد سیاسي کړکیچ لا ژور شو.

امریکا د ونزوئلا موقت ولسمشر په رسمیت پیژندلی او په نورو هیوادونو یې هم غږ کړی چې د ونزوئلا د خلکو ملاتړ وکړي او د اپوزسیون په مشرۍ حکومت دې په رسمیت وپیژني.

د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مدورو د یکشنبې په ورځ (جنوري ٢٧) د سي ان ان خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د نویو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د اروپایي هیوادونو ضرب الاجل ردوي.

جرمني، فرانسې او هسپانیې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې وویل که چیرته د اتو ورځو په ترڅ کې انتخابات ونه شي د ٣٥ کلن خوان ګایډو موقت حکومت به په رسمیت وپیژني.

خو د ونزوئلا د بهرنیو چارو وزیر خورخي اریزا دا وړاندیز په سختو ټکیو رد کړ او ویې ویل چې اروپا دې موږ ته د انتخاباتو لپاره وخت نه ټاکي.

د مدورو حکومت له واشنګتن سره دیپلوماتیک روابط قطع کړې دي او امریکايي دیپلوماتانو ته یې ویلي دي چې د نن یکشنبې ورځې تر پایه له دغه هیواده ووځي.

د امریکا جگپوړي دیپلومات د شنبې په ورځ (جنوري ٢٦) د ملگرو ملتونو امنیت شورا یوې غونډې ته وویل چې په ونزوئلا کې بشري وضعیت ته باید سمدستي او جدي پاملرنه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر روسیې او چین تور ولگاوو چې هڅه کوي چې د مدرو ملاتړ وکړي حال دا چې هغه د کمزورۍ سره مخ دی.

خو پمپیو زیاته کړه چې د ونزویلا د ولس په ناوړه وضعیت کې کیوبا تر بل هر هیواد ډیر نقش لوبولی دی.

د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا پر واشنګټن تور ولگاو چې په ونزوئلا کې د کودتا ملاتړ کوي او ونزوئلا نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ نه‌ دی پېښ کړی نو باید منزوي نه ‌شي.

XS
SM
MD
LG