د هندي سینما ستوری نانا پاټیکر د ۷۵ کلنۍ په عمر په ناڅآپي ډول خپل کور کې مړ شویدی .د نانا پاټیکر د کورنۍ په وینا نوموړی د زړه د حملې له کبله بې هوښه شوی و او وروسته ېې د ګوا ایالت په روغتون کې ساه ورکړه.
نانا پاټیکر د خپل فلمي سفر پیل د مراټهي فلمونو څخه کړی و او وروسته یې په اویایمې او اتیامې لسیزو کې ګڼو هنري فلمونو کې د یاد وړ رولونه لوبولي وو. د هغه په مشهورو فلمونو کې پرنده، کرانتي ویر ، مصطفی، ویلکم، ګهرام او سلام ممبي د یادولو وړ دي.نانا پاټیکر د سینما او تیاتر په میلونو مینه والو کې د خپل ځانګړي هنر او وړتیا له کبله ډیر محبوبیت موندلی و.
د هند صدر اعظم نریندرا مودي هم د ایکس په پاڼه د نانا پاټیکر مړینه هندي سینما ته ستره ضایعه بللې او ویلي دي چې نانا پاټیکر نه یوازې د سینما په پرده یو زړه ور انسان و بلکې په خپل ژوند کې هم په اصولو ولاړ انسان و.
فورم \ دبحث خونه