د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان او عراق کې د ترهګرۍ تر ټولو ډېرې پېښې شوې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د نړۍ په کچه د تروریستي بریدونو په شمېر کې په سلو کې ٣٥زیاتوالی راغلی او د مرگونو شمیر په سلو کې ۸۱ لوړ شویدی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د نړۍ په کچه د تروریستي بریدونو په شمېر کې په سلو کې ٣٥زیاتوالی راغلی او د مرگونو شمیر په سلو کې ۸۱ لوړ شویدی.

د هغو شمېرو له مخې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځې خپرې کړې، په ۲۰۱۴ کال کې په نړیوالو ترهګریزو پېښو په سلو کې ۳۵ زیاتوالی راغلی.

که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې د ډېرې مرګ ژوبلې او ورانۍ پړه د اسلامي دولت پر ډلې او طالبانو اچول شوېده، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې په اسلامي نړۍ کې د ایران او د هغو ډلو له خوا د دوامداره ګواښونو یادونه هم شوېده چې ایران یې ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د نړۍ په کچه د تروریستي بریدونو په شمېر کې په سلو کې ٣٥زیاتوالی راغلی او ددغو بریدونو له امله د مرگونو شمیر په سلو کې ۸۱ لوړ شویدی.
د ۲۰۱۳ کال سره په پرتله په ۲۰۱۴ کال کې د ترهګریزو بریدونو شمیر په سلو کې ۳۵ لوړ شوی، دغه زیاتوالی تر ډیره بریده په عراق، افغانستان او نایجریا کې د بریدونو له امله رامنځته شوی.

له ۶۰ په سلو کې زیات بریدونه په عراق، پاکستان، افغانستان، هند او نایجریا او د تروریستي بریدونو له امله د تلفاتو په سلو کې ۷۸ هم په لاندې په همدغو هېوادونو کې رامنځ ته شويدي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې تنظیموونکې وايي په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلې د نورو ترهګرو ډلو په پرتله تر ټولو زیاتې حملې ترسره کړي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په سوریې کې روانې جګړې ډیر شمیر بهرني جنګیالي دغه هېواد ته د ورتګ لپاره هڅولي.

د تیرکال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې اټکل شوی و چې له نوي هېوادونو نه شاوخوا شپاړس زره بهرني ترهګر جنګیالي سوریې ته تللي چې دغه شمیره په تیرو شلو کلونو د هغو بهرنیو ترهګرو جنګیالیو له شمیر څخه زیاتیږي چې نورو هېوادونو ته تللي.

خو ددغه زیاتوالي با وجود د امریکا د بهرنیو چاورو وزارت ویاند جان کربي وویل چې د تندلارو پرضد جګړه کې پرمختګ هم شوی دی.

مونږ د اسلامي دولت د ډلې پرضد په عراق او سوریې کې یوڅه بریاوې ترلاسه کړي، خو آیا دا جگړه پاېته رسیدلې ده؟ په صداقت سره باید ووایو چې نه، داجنګ به له دریو ترپنځو کلونو پورې نور وخت هم ونیسي.

مونږ د القاعدې پرضد جنګ کې هم پرمختګ کړی ، په دې کې هیڅ پوښتنه نه رامنځته کیږي چې د دې شبکې رهبري د وخت په تیرېدو تر ډیره بریده ضعیفه شوېده.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې همدا رنګه ویل شوي چې ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یا قدس د ځواک له لارې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.

رپوت زیاتوی چې تهران په عراق کې له شیعه ملیشو سره چی په عراق کې جگړه کوی په خپلو مرستو کې زیاتوالی راوستی او د لبنان د حزب الله له ډلې، د سوریې د بشارالاسد له حکومت او له فلسطیني ډلو حماس او اسلامي جهاد سره په پوځي، استخباراتي او اقتصادي برخو کې مرستې جاري ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG