د لاس رسي وړ اتصالات

خیریه ډلې: د سودان د دارفور په سیمه کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي


یوه خیریه ډله وایي د سودان د دارفور په سیمه کې یکشنبه اپریل ۲۴ وري ۴ د دوو قبیلو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي.

دا پدې سیمې کې چې د پخوا راهیسې نا امنۍ ځپلې د تشدد تازه پیښه ده.


په دارفرور کې د بې ځایه شویو او کډوالو د چارو د عمومي همغږۍ په نامه د د خپلواکې خیریه مؤسسې چارواکو ویلي چې جګړه د جمعې په ورځ د دارفور په لویدیځه برخه کې پيل شوه.

دې مؤسسې ویلي چې یوازې د یکشنبې په ورځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۸ ټپي شوي. دې ادارې اندیښنه ښودلې چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ وي.

دې خیریه مؤسسې ویلي جګړه هغه وخت پیل شوه چې د یوې قبیلې خلکو چې په وسلو سمبال و د مسالیت د قبیلې په کلیو د خپلو دوو کسانو د قتل د غچ اخیستو په خاطر برید وکړ.

د مسالیت قبیله عجم دي او د دارفور په لویدیځه برخه کې ژوند کوي. د جګړې په لومړۍ ورځ هم ۸ کسان وژل شویدي.


په دارفور کې په ۲۰۰۳ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه او دا سیمه یې سخته وځپله. خو تر هغې وروسته پدې سیمه کې د ځمکې، مالونو، اوبو او څړ ځایونو پر سر د قبیلو تر منځ خونړۍ پیښې شوي.


په همدې حال کې په سیمه کې ډاکټرانو او د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلي چې د تشدد پدې پیښو کې په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو هم بریدونه شوي چې د ټپي شويو کسانو درملنه پکې کیده.

ها خوا د سره صلیب نړیوالې ادارې په تشدد کې په ټولو ښکلیو ډلو غږ کړی چې روغتونونو ته په خوندي توګه د ټپي شوي کسانو د ورتلو ډاډ ورکړي.

ملګرو ملتونو دا تشدد غندلی او د پلټونو غوښتنه یې یې کړې.

XS
SM
MD
LG