د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو پاکستان کې دوه پولیس وژلي  


د خیبر پښتونخوا ایالت مقامات وایي چې ناپیژاندو وسله والو د پولیسو دوه منسوبین په ډزو وژلي دي.

ددې ایالت پولیسو ویلي چې دا برید نن د جنورۍ په ۳۱ (سلواغې ۱۱) د هنګو په دوابه بازار کې شوی دی او وژل شوي پولیس د ټرافیکو منسوبین وو.

د هنګو ساحې د پولیسو ویاند فضل نعیم، امریکاغږ ته وویل چې ددې برید پړه هیڅ کوم کس او یا ډلې نده منلې او په دې هکله پلټنې روانې دي.

څلور ورځې مخکې هم پدې ساحه کې په یو وسله وال برید کې یو تن وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی و. تحریک طالبان پاکستان ډلې ادعا کړې چې دغه برید دوی ترسره کړی و او په کې یې ادعا کړې ده چې برید کې یو نیمه پوځي وژل شوی او یو بل تن یې یرغمل کړی دی.

د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبالن پاکستان یاغي ډلې ترمنځ د ۳۰ ورځني اوربند وروسته دغه ډلې د اوربند غزول رد کړل او پدې هیواد کې یې خپلو بریدونو ته زور وکړ.

پاکستاني طالبانو ویلي چې د پاکستان حکومت ددې ډلې د بندیانو د خوشې کولو په ګډون په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د یو بل خبر له مخې په شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنه د یو تن د وژل کیدو سبب شوې ده. د پاکستان پوځي مقامات وایي چې په قبائیلي سیمو کې د ماینونو د پاکولو عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG